Homeخبرونهکندوز کې ۲ وروڼه په افغان امنيتي سکتور کې د دندې له...

کندوز کې ۲ وروڼه په افغان امنيتي سکتور کې د دندې له کبله وژل شوي

تاند: ( جمعه ، د دلوې اتمه) د کندوز د خان آباد ولسوالۍ په چاريکاريانو کلي کې ۲ وروڼه د ناڅرګندو وسله والو په ډزو وژل شوي.

ځايي سرچینې وايي، چې وژل شوي‌ وروڼه دواړه د جمهوري نظام د امنیتي او دفاعي سکتور له منسوبینو څخه وو او په ډېر ګومان له همدې کبله وژل شوي دي.

د عيني شاهدانو په وينا، دغه کسان د طالبانو د پوځي جامو د اغوستونکو کسانو په ډزو وژل شوي ‌

د کندوز امنيه قومندانۍ په يوه اعلاميه کې د دغو کسانو وژل کيدل تاييد کړي، خو ویلي چې ۶ تنه يې په تور نیولي دي.

سرچينې نه دي ويلي، چې نیول شوي کسان طالبان دي که نه دي، خو دا یې منلې چې پوځي لباسونه یې په غاړه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...