Homeخبرونهط چارواکو یونیسکو ته د جام منار د ژغورلو په اړه د...

ط چارواکو یونیسکو ته د جام منار د ژغورلو په اړه د تدابيرو ډاډ ورکړ

تاند: ( جمعه، د دلوې اتمه) د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مرستيال ‏مولوي سعدالدین سعید وايي، چې د منار جام په ګډون د ټولو تاريخي اثارو د خطرونو د مخنيوي لپاره تدابيري ګامونه اخلي.

نوموړي د يونېسکو سازمان استازي سره په لیدنه کې ویلي، چې د سېلابونو له ګواښه د غور د جام منار د ژغورلو لپاره به د غور د سیند پاک کاري وکړي.

دغه طالب مقام یونیسکو سازمان ته ډاډ ورکړی، چې د نورو داسې خطر سره مخامخو اثارو په اړه به هم لازم تدابیر ونیسي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ويلي، چې یونیسکو سازمان هم په دې برخه کې د ډېرو همکاريو ژمنه کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې د غور منار جام په وروستيو کې د ډېرو ورښتونو او سېلابونو له کبله د نړیدو خطر سره مخامخ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...