دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهمجاهد: په يوه وخت د رسنيو د څو ملاتړو بنسټونو فعاليت نا...

مجاهد: په يوه وخت د رسنيو د څو ملاتړو بنسټونو فعاليت نا مناسبه دی

تاند: ( جمعه ، د دلوې اتمه) د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په هم مهاله توګه، د رسنيو د څو ملاتړو بنسټونو فعاليت نا مناسب عمل ګڼلی او په کابل کې د خبریالانو د فدراسیون له غونډې څخه یې د ممانعت دفاع کړې ده.

نوموړي ویلي، چې په کابل کې د رسنیو یو فدراسيون فعال دی او اړتیا نشته، چې په دې برخه کې بل بنسټ هم رامنځته شي.

طالب وياند په دې ډول تور پورې کړی، چې ګواکې د خبریالانو د فدراسیون په نوم د جوړېدونکې خبري ناستې ممانعت ځکه شوی، چې دغه فدراسيون نوی جوړ شوی.

هغه دغه راز ویلي، چې ياد شوی فدراسيون له هغو رسنيو څخه جوړیده، چې يا يې فعاليت په ټپه درېدلی او يا هم مشران يې په بهرنيو هېوادونو کې دي او د فعالیت جوازونه يې پای ته رسیدلي دي.

د طالبانو ویاند د خپلو څرګندونو تفصيل نه دی وړاندې کړی، چې له دې کبله یې یو شمېر خبریالان خبرې ضد و نقيضې ګڼي.

د طالبانو استخباراتو څو ورځې مخکې په کابل کې د خبریالانو د فدراسیون د خبري کنفرانس د ممانعت تر څنګ دوی ته دا خبرداری هم ورکړی و، چې بندیان به یې کړي.

د دوی دغه عمل په نړیواله کچه له توندو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

د خبريالانو د فدراسيون یو غړی، چې د امنیتي ستونزو له کبله نه غواړي نوم یې واخیستل شي، تاند ته وويل چې طالبانو د خبریالانو د مدافعینو په نوم خپل یو شمېر نفوذي کسان فعاله کړي، چې د خبريالانو د فدراسيون په نوم د دوی په ګټه فعالیت وکړي.

سرچینه زیاتوي، چې د خبريالانو د واقعي فدراسيون استازو د طالبانو د همدې او نورو هغو اقداماتو په اړه خبري کنفرانس ورکاوه، چې د رسنيو د سانسور او یرغمل کیدو په اړه یې د طالبانو اقدامات یادوي.

طالبانو بيا دغو ادعاوو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو ټینګار لري چې رسنۍ بايد د قانون مطابق فعاليت وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د طالبانو له واکمنیدو سره په بشپړه توګه له قانوني تشې سره مخ شوی او د اساسي قانون په ګډون ټول قوانين په نا اعلان شوي ډول لغوه شوي دي.

1 COMMENT

  1. ډیرښه کاریی کړیدی
    دغه پردیو نفوذ لاندی رسنیو اوخبریالانو مودهیواددبربادۍ اوافغانانوترمینځ دنفاق اچولو غټ لامل ګرځیدلی دی
    تاند پاڼه هم اوس لږ پردی پالنی کوی
    لدی ترڅنګ دلنډغریزم په ګټولیکنی کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب