دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد ملا یعقوب خبرداری؛ دښمن غواړي د افغان قومونو ترمنځ بېلتون راولي

د ملا یعقوب خبرداری؛ دښمن غواړي د افغان قومونو ترمنځ بېلتون راولي

تاند: ( جمعه ، د دلوې اتمه) ‏د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد کندز او بدخشان ته په سفر کې خبرداری ورکړی، چې دښمن د افغانستان د وروڼو قومونو ترمنځ د بېلتون اچولو هڅې کوي.

هغه په ورته وخت کې ويلي، چې طالبان د دغو دسيسو د ختمولو لپاره يوه ځواکمنه« اسلامي اردو» غواړي جوړه کړي.

ملا یعقوب مجاهد دا هم ويلي، چې د طالبانو ترمنځ د بدخشاني، قندهاري، ننګرهاري او فاریابي توپیر نشته او ټول سره وروڼه دي.

‏د طالبانو د پوځ لوى لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د دغه سفر پر مهال ويلي:«په افغانستان کې شل کلنه جګړه د اسلام پر ضد وه، چې د خدای په فضل سره یې د طالبانو د وسله والو ځواکونو پر مټ ماتې وخوړه؛ خو دوی لا هم په منفي او دروغجنو تبلیغاتو خپلې دښمنۍ ته دوام ورکوي.»

هغه دا هم وويل: هر مجاهد دې په یاد ولري چې حکومت په کفر سره دوام کولای شي؛ خو په ظلم سره دوام نه شي کولای.

طالب دفاع وزير او لوی درستیز د خپلو انديښنو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

1 COMMENT

  1. طالب که غواړي چې په افغانستان کې ځان ټينګ کړي،د افغانانو له ترورو نه دې لاس واخلي، پخواني نظامیان اوس هره ورځ د نامعلومو کسانو له خوا په نوم وژل کيږي او ورک کیږي، پهرولا چې طالب دې قتل نه لاس وانخلي که دوی هم په ارامه پاتې سي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب