Homeخبرونهګیلاني: متقي ته مو ناروې کې د ټول ګډونه نظام طرحه سپارلې

ګیلاني: متقي ته مو ناروې کې د ټول ګډونه نظام طرحه سپارلې

تاند: ( چار شنبه، د دلوې شپږمه) د افغانستان د ملي نهضت ګوند مشر سید اسحاق ګیلاني، چې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې یې د یو شمېر افغان څېرو په ملتيا د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي په مشرۍ د دوی له یوه لوړ پوړي پلاوي سره مذاکراتي ناسته لرله، د دغه مذاکراتو په اړه ځینې جزییات رسنيز کړل.

ګیلاني دا ناسته به له دې کبله مثبته وګڼله، چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته، طالب چارواکو په لومړي ځل له نورو افغانانو سره وليدل او ناسته یې د يوې مثبتې اعلامیې په خپریدو سره ترسره شوه.

سيد اسحاق ګيلاني په دې مرکه کې دا هم وويل، چې دوی دې ناستې ته د ناروې هېواد په بلنه غوښتل شوي وو.

ګیلاني رد کړه، چې دوی د طالبانو د پلویانو په توګه دې ناستې ته بلل شوي وو.

د اسحاق ګيلاني په وينا، په کابل کې ژوند کول په دې مانا نه دي، چې هلته ژوند کوونکي به ټول د طالبانو پلویان او د دوی د « اسلامي امارت» غوښتونکي دي.

دغه افغان سياستوال ټينګار وکړ، چې په افغانستان کې بايد ټول ګډونه نظام رامنځته شي.

د ده په خبره، دوی د يو شمېر افغان شخصیتونو په توګه طالب لوري ته د« ټول ګډونه نظام» د جوړېدو په اړه خپلې غوښتنې او طرحې هم وړاندې کړي.

اسحاق ګيلاني زياتوي، چې طالب پلاوي د دغې دوی د ورسپارلو غوښتنو په اړه په کابل کې د خپلمنځیو مشورو ډاډ ورکړی.

طالبانو د اسحاق ګيلاني د څرګندونو او دغه راز د اوسلو ناستې په اړه له عمومي معلوماتو وراخوا نور جزییات نه دي ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...