یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد حقاني ژمنه، که په رسميت وپېژندل شو، څوک نه ګواښو

د حقاني ژمنه، که په رسميت وپېژندل شو، څوک نه ګواښو

تاند: ( چار شنبه، د دلوې شپږمه) د طالبانو د کورنيو چارو وزير او د حقاني شبکې مشر سراج الدين حقاني په يوه مرکه کې ژمنه کړې، چې که امريکا او نور هېوادونه یې حکومت په رسمیت وپیژني، دوی به یې ونه ګواښي.

هغه له الجزيرې ټلويزيون سره د مرکې پر مهال په ضمني ډول دا ګواښ هم کړی، چې که حکومت یې په رسميت ونه پيژندل شي، د ترهګریزو فعالیتونو له دوام سره به نړیواله سوله او ثبات وګواښي.

سراج الدين حقاني په دې مرکه کې د خپلو جنګیالیو په لیکو کې د فساد د موجودیت ادعا نه ده رد کړې، خو ويلي، چې له داسې کسانو څخه د خپلو لیکو تصفيه کولو ته کار کوي.

د حقاني شبکې مشر په دې مرکه کې له امريکا متحده ايالاتو څخه غوښتي، چې طالبانو سره کړې ژمنې پر ځای او د دوی حکومت په رسمیت وپیژني.

دا په داسې حال کې ده، چې لویدیځ هېوادونه په اوسني ډول د طالبانو د حکومت په نه رسميت پېژندلو ټینګار کوي او وايي، که ټول ګډونه نظام جوړ نه شي، طالب حکومت په رسمیت نه پیژني.

له دې سره ویل کیږي، چې د طالبانو په منځ کې حقاني شبکه د ټول ګډونه نظام د جوړېدو مخالفت کوي.

معلومه نه ده، چې طالبان به د امریکا د نه په رسميت پېژندلو پر وړاندې څه کوي؟

1 COMMENT

  1. منافقه خبره د افغانانو د ازادۍ ده، د افغانانو د عزت ده، د خپل ژوند او د حق ده، که دې امريکا او ټول جهان هم وپيزني او افغانان مو په خپل وحشت کې ساتلي وي دا جنګ به دوام لري او په هیڅ وخت کې به د يو اسلامي ديکتاتوري وحشي تروريستي نظام ته سر ټیټ نه کړو،بيا هغه ډله چې خپله غلامه ده او ټول واک او فورمول يې د يو ملحد پنجابه اداره کيږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب