یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهنړيواله امنيت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه کوي

نړيواله امنيت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه کوي

تاند: ( چار شنبه، د دلوې شپږمه) ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان د وضعیت په اړه ځانګړې غونډه وکړي.

ويل شوي، چې د دې غونډې مشري د ناروې صدراعظم کوي او سرمنشي آنتونيو ګوترش کوي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې مېرمن ديبورا لاينز د افغانستان په اړه پکې د افغانستان د وضعيت په خپل راپورونه وړاندې کوي.

دا غونډه په داسې مهال کیږي، چې روانه اونۍ د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي په مشرۍ د دوی يوه لوړپوړي پلاوي ناروې ته سفر درلود.

ياد شوي پلاوي د مختلفو اروپايي هېوادونو او دغه راز د امريکا متحده ايالاتو له دیپلوماتانو سره لیدنې او مذاکرات لرل.

تمه کيږي، چې د دې مذاکراتو پایلې به په نننۍ غونډه کې شریکې او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یې په اړه ځینې وړاندیزونه وشي.

طالبان له یادې ناستې څخه د دوی په ګټه د پریکړو تمه لري، خو لویدیزو دیپلوماتانو روښانه کړې، چې د طالبانو د په رسميت پېژندلو په اړه فکر نه کوي، بلکې مشروط تعامل غواړي ورسره وکړي او ۲۲ میليونه فقر ځپلو افغانانو ته مرستې ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب