یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد غور يو مشهور مخور او مخکینی امنيتي مقام په هرات کې...

د غور يو مشهور مخور او مخکینی امنيتي مقام په هرات کې وژل شوی

تاند: ( چار شنبه، د دلوې شپږمه) د ولسي جرګې د مړ شوي غړي ابراهيم ملک زاده ورور او مخکینی امنيتي مقام حبيب الرحمن ملکزاده پرون په هرات ښار کې وژل شوی.

په هرات کې د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ويل کيږي، چې وژل شوی پخوانی امنيتي مقام د طالبانو پر ضد له مشهورو جنګیدونکو قومندانانو څخه و.

د هغه ورور ابراهيم ملکزاده د جميعت ګوند د رهبرۍ غړی او د غور له مطرحو مخورو څخه و، چې له مړينې وروسته يې ولسي ځواک حبيب الرحمن ملکزاده رهبري کاوه.

طالبان د جمهوري نظام له سقوط وروسته، د عمومي بښنې د اعلان باوجود د زرګونو مخکينيو امنيتي منسوبينو او د ټولنې د روښانه قشرونو د مخکښانو په وژلو او ځورولو تورن شوي، خو دوی دا ادعاوې ردکړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب