Homeخبرونهاقتصادي خبرونهاسيايي پراختيايي بانک له افغانستان سره ۴۰۵ ميليونه ډالره مرسته اعلان کړه

اسيايي پراختيايي بانک له افغانستان سره ۴۰۵ ميليونه ډالره مرسته اعلان کړه

تاند: ( چار شنبه، د دلوې شپږمه) د اسيا پراختيايي بانک اعلان وکړ، چې له افغانستان سره ۴۰۵ ميليونه امريکايي ډالره مرسته کوي.

د دغه بانک په يوه اعلاميه کې راغلي، چې دا پيسې به د ملګرو ملتونو ۴ ادارو ته ورکړل شي، څو په افغانستان کې د غذايي امنيت، روغتيا او ښوونې په برخو کې ېې ولګوي.

طالبانو د دې مرستې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په وروستيو کې دوی تورن شوي، چې افغان فقر ځپلو او بېوزلو ته ځانګړې شوې مرستې پر خپلو جنګیالیو وېشي.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، په افغانستان کې تر ۲۲ میليونو ډېر خلک د فقر له شدید بحران سره مخ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...