یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهانس حقاني: ناروې ته سفر مو له ډېرو مثبتو ټکو ډک و

انس حقاني: ناروې ته سفر مو له ډېرو مثبتو ټکو ډک و

تاند: ( چار شنبه، د دلوې شپږمه) د طالبانو د حقاني شبکې يو مخکښ غړی انس حقاني، چې د طالبانو د بهرنيو چارو د وزير مولوي امیر خان متقي په مشرۍ ناروې ته په سفر تللی و، دغه سفر یې له لاسته راوړنو ډک ګڼلی.

نوموړي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي: ‏د اجتماعي ناستو تر څنګ د ګڼو اروپایي هیوادو له استازو سره انفرادي ناستې ترسره شوې.

د حقاني په وینا، د مختلفو ارګانونو چارواکو دسياسي، اقتصادي، او بشري مرستو په اړه د ډېرو هیوادو له چارواکو سره مثبتې خبرې وکړې.

حقاني له نورو جزییاتو پرته ویلي، چې سفر یې له ډېرو مثبتو نقطو ډک دی.

هغه د دغه سفر پر مهال د ځان خلاف شویو اعتراضونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

اروپا ته د طالب پلاوي د سفر پر مهال د ناروې د چارواکو او طالب پلاوي خلاف توند اعتراضونه شوي.

معترضینو انس حقاني ته د ترهګرو لپاره د مالي بسپنې د را ټولولو له کبله د محکمې غوښتنه وکړه.

د ناروې رسنيو بيا وويل، چې انس حقاني د « انس ځدراڼ» په بدل نوم له طالب پلاوي سره دغه هېواد ته تللی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب