جمعه, مې 3, 2024
Home+زه روبوټ یم

زه روبوټ یم

کتاب: زه روبوټ یم

لیکوال: آیزک آسیموف

ژباړه: رحمت شاه فراز

۱- ((شپږمه برخه))

———————————–

دوولس ساعته وروسته، له دواړو نه یو هم نه وو ویده شوی. توپان هم را نږدې شوی وو. ډونوان او پاول له کړکۍ دباندې وکتل. الکترونونه به چې د انرژۍ له وړانګې تېر شول، ځلا به یې وکړه. 

وړانګه له خپل ځایه نه خوځېده. خو پاول او ډونوان پوهېدل چې له یو خطرناک حالت سره مخ دي. که چېرته د وړانګې موقعیت لږ هم بدل شوی وی، انرژي به د ځمکې لویه برخه ویجاړه کړې وه او له بده مرغه دغه وړانګه هغه روبوټ کنټرولوله چې په دې یې باور نه درلود چې ځمکه اصلاً وجود هم لري.

بالاخره، توپان پای ته ورسېد. څو شېبې وروسته، کیوټي خونې ته راننووت. ویې ویل: ((پاوله، ډونوانه! تاسو ښه نه برېښئ. بښنه غواړم چې ستاسو وجود به ډېر ژر له منځه لاړ شي. آیا غواړئ چې هغه ډيټا وګورئ چې نن ورځ را ټوله شوې؟))

پاول فکر وکړ چې روبوټ د ملګرتیا چلند کوي. انجینر پاڼو ته وکتل. ورته ځیر شو او یو ځل بیا يې ورته وکتل. 

خپل ملګري ته یې مخ کړ او ویې ویل: ((مایکه، مایکه! روبوټ وړانګه کنټرول کړې.))

ډونوان وویل: ((څـ – څه؟ هدف دې څه دی؟))

پاول پاڼې ور بېرته کړې او ډونوان هم ډیټا ته وکتل. 

کیوټي پوښتنه وکړه: ((کومه ستونزه ده؟))

پاول چیغه کړه: ((تا وړانګه کنټرول کړې. وړانګه بیخي سمه د ځمکې تمځای ته لېږل شوې.))

کیوټي حیرانه شو: ((د ځمکې تمځای؟)) غږ يې زېږ وو. ((دا هېڅ امکان نه لري چې له تاسو سره سم چلند وکړم. تاسو یوازې خپل احمقانه نظریات بار، بار تکراروئ. ما وړانګه کنټرول کړه، ځکه چې خدای غوښتل چې دغه کار وکړم.))

ډونوان چیغه کړه او کیوټي يې په غېږ کې ونیو: ((احمقه روبوټه!)) پاول ته يې مخ کړ: ((اوس نو څه کوو، ګریګه؟))

پاول د ستړیا احساس کاوه، خو خوشاله وو. ځواب يې ورکړ: ((هېڅ هم نه کوو. کیوټي راته په ډاګه کړه چې هغه دغه تمځای اداره کولی شي. هېڅ بشر هم دغه وړانګه د الکتروني توپان په دوران کې تر دې بهتره نه شوی کنټرولولی.))

ډونوان وویل: ((خو موږ تر اوسه پورې ستونزه نه ده حل کړې. وا دې ورېدل چې کیوټي څه وویل؟ دی په دې عقیده دی چې د وړانګې سمبالګر د ده خدای دی. او دی په دې باور نه لري چې ځمکه وجود لري. هغه په یوازې ځان دغه تمځای نه شي مدیریت کولی.)) 

پاول پوښتنه وکړه: ((وړانګه کنټرولولی شي؟))

((هو، خو ….))

پاول په خندا وویل: ((نو بیا څه فرق کوي چې دی په څه شي باور لري؟)) او بېرته په تخت وغځېده. په څو ثانیو کې، د خوب ښاپېریو خپلې نړۍ ته ورسره یووړ.

ــــــــــ

پاول د خپل فضايي یونیفورم جاکټ په اغوسته ، ویې ویل: ((زه به يې درته ووایم چې څه به کېږي. نوي کیوټي روبوټونه به دې تمځای ته راوړل شي. نوي روبوټونه به هم د خپل پیغمبر له لوري د خدای په هکله پوه شي. بیا به هر روبوټ یوه بل تمځای ته ولېږدول شي. دغه خاص کیوټي روبوټونه به په ټولو تمځایونو کې وړانګې په دقیق ډول کنټرول کړي.))

ډونوان وویل: ((راځه چې له دې ځایه لاړ شو. زموږ ځایناستي را رسېدلي دي. تر څو چې ځمکه ونه وینم، تر هغو به مې زړه خوشاله نه شي.))

دروازه خلاصه شوه. کیوټي ښکاره شو. ((تاسو روان یئ؟)) 

پاول وویل: ((هو، زموږ پر ځای نور کسان را ورسېدل.))

کیوټي وویل: ((تاسو د خدای ښه خدمت کړی او اوس به ستاسو موجودیت پای ته ورسېږي.))

پاول په غوسه وویل: ((موږ ځمکې ته روان وو، کیوټي))

کیوټي وویل: ((ډېره ښه ده چې تاسو دا ډول فکر کوئ.))

پاول او ډونوان د فضايي خونې په لور ولاړل. فضايي بېړۍ هلته د دوی په تمه وه. 

فرانز مولر او سام ایونز، هغه دوه انجینران چې د پاول او ډونوان په ځای راغلي وو، له فضايي خونې را ووتل. 

پاول وویل: ((سلام، ځمکه څنګه وه؟))

مولر وخندل او ځواب يې ورکړ: ((لا هم پخپل ځای ده.))

پاول وویل: ((ډېره ښه ده.))

د مولر تندی ګونځې شو. د پاول خبره ورته عجیبه ښکاره شوه. ویې ویل: ((د امریکايي روبوټونو د شرکت ساینسپوهانو نوی روبوټ اختراع کړی. دغه موډل ډي وي پنځه نومېږي؛ څو اړخیز روبوټ دی.))

پاول په حیرانتیا وویل: ((څنګه روبوټ دی؟))

فرانز خپله خبره روښانه کړه: ((ډي وي پنځه مشر روبوټ دی، چې شپږ فرعي روبوټونه لري. مشر روبوټ دغه فرعي روبوټونه کنټرولوي. فرعي روبوټونه د لاس د ګوتو غوندې کار کوي، چې کنټرول يې د لاس په واک کې دی. ډي وي پنځه، په سیاراتو کې د معدنونو په برخه کې د کار کولو لپاره جوړ شوی. ))

پاول ترې پوښتنه وکړه: ((دغه روبوټ ازمویل شوی دی؟)) دی اندېښمن وو او پوهېده چې مولر به له دې وروسته څه وایي.

مولر وخندل. ((تاسو ته په تمه دي. ته او ډونوان چې ورسېږئ، ډي وي پنځه به وازمایئ.))

پاول وویل: ((خو موږ باید یو څه رخصتي وکړو.))

مولر وویل: ((اوه، رخصتي به هم درکړي. دوه اونۍ به ارام وکړئ، له هغه وروسته به خپله نوې دنده پیل کړئ. اوس، نو تاسو د کیوټي-۱ په باره کې راته وغږېږئ. سم کار کوي؟ که نه نو د وړانګې کنټرول ته به یې نږدې هم پرې نه ږدم.))

پاول لومړی غلی وو، بیا یې وویل: ((کیوټي ښه ده، فکر نه کوم چې کومه ستونزه به ورسره ولرئ. هغه پوهېږي چې د انرژۍ وړانګه څنګه کنټرول کړي.))

پاول وخندل او په ډونوان پسې فضايي بېړۍ ته ورغی. دوی دواړه کور ته روان وو. مولر او ایونز په پنځم لمریز تمځای کې د څو اونیو لپاره پاتې شول…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب