پنځمه برخه
استاد شهسوار سنګروال
د پاچا امان الله سفرونه
دپکتیا د اړو دوړ نه وروسته حکومت ګوډ ملا (عبدالله) د هغه زوم ملا عبدالرشید او د یاغیانو ګڼ شمېرمشران په دار و ځړول.
ولسي انګېرنې د خلکو په منځ کې د پاچا په تړاو داسې وې چې:
« امیر صاحب یوشمېرمشران چې د یاغیانو په لیکو کې فعال وو، حضورته وبلل اورته وویل:
زما د وطن بچیانو! ماته خیراونکړی، تاسو او دتاسو اولادونه باید د جومات هغو ملایانو ته چې د نورو په لمسون يې تاسو ته ناوړه او ناسم پروپاګندونه کول خيراوې وکړئ»
ولې د برتانوي هند څارګرو چې کوم څه راټول کړي دي او اوس په یو شمېر « ارشیفونو» او کتابتونو کې خوندي دي. یا پدې تړاو کومې پاڼې چې د نندارتونونو(Exhibition) له لارې (لیکوال هم په لندن کې څو نندارتونونو کې ګډون کړی.)خپرې شوې دي داسې ټکي پکې تر سترګوکېږي:
« ما تاسو د اولادونو په څېر ګڼلی… زه تاسو ښه ونه پېژندلم. ..زه د تاسو ریښتنی خدمتګاروم.ما دهېواد د بچیانو د روزنې لپاره ښونځي پرانستل، ما د هېواد رغاونې ته ملا وتړله، تاسو زه قادیاني کړم، چې نه یم. .. ما وویل تاسو ماته راشئ وګورئ قوانین د قرانکریم په رڼا کې تصویب شوي دي… خو تاسو رانغلی.
تاسو له مانه عبدالکریم غوره وګاڼه. .. تاسو د هېواد ساتونکي چې په دوی کې اوه سوه (٧٠٠) تنه د ځانګړي پوځ سرتیري هم ول ووژل… د خدای لپاره ولې مو داسې وکړل.؟
امان الله د پکتیا له پېښې وروسته د هېواد یو شمېر ولایتونو ته سفرونه وکړل، افغانانو ته یې د هېواد د ابادۍ زېری ور کړ او بیا بیا یې په په خپلو خبرو ټینګار وکړ خپلې څرګندونې یې ور غبرګې کړې.
د بېلابېلو ولایتونو اداري چارې یې و پلټلې، د ځینو مامورینو ښېګڼې اوبد ګڼې په ګوته کړې، یو شمېر یې وغندل او یو شمېر نور یې وستایل.
پاچا له یو شمېر رغاونو وروسته وپتېیله چې د افغانستان د ودې او پرمختګ لپاره یو شمېر بهرنیو هېوادوته هم سفر وکړي. « امان افغان ورځپاڼې» په یوه ګڼه کې دا خبره په ډاګه کړه چې شاه امان الله خان چې د پاچا نوم یې ځانته په (۱۹۲۶ کال) کې غوره کړ نیت کړی چې له سمندري لارې اروپاته سفر وکړي.[1]
پاچا امان الله د وزیرانو د شورا په غونډه کې د خپل سفر په هکله وویل:
موږ افغانستان خپلواک کړ، سوله مو ټینګه کړه، اوس خلک له قانون نه ملاتړ کوي، غوره به داوي چې اروپا ته سفر وکړو، هېواد د پرمختګ په لور روان کړو…
اافغان واکمن په ۱۹۲۷ز کال د ډسمبر په میاشت کې د یوه پلاوي په ملتیا چې ملکه ثریا هم ورسره وه د چمن په لورو خوځېد.
د ده د سفر مهم ملګري دغه کسان ول:
د بهرنیو چارو وزیر غلام صدیق خان، د دربار وزیر شاغاسي محمد یعقوب خان، د دولتي شورا ریس شېراحمد خان، د حرب د وزیر مرستیال حبیب الله، سردار محمد حسن خان د بهرنیوچارو د وزارت چار پوه غلام یحيی خان طرزی، عبدالرحمن خان فرقه مشر، محمد امین خان دروازی، والي علي احمد خان او محمود طرزی، ور سره زامن يې (عبدالوهاب، عبدالتواب)، شهزاده رحمت الله (د پاچا مشر زوی)، نور سراج (د پاچا خور)، حریه طرزی (د مالکې خور)، نجیبه(د پاچا خور)، محمد حسن (د نور سراج مېړه)، ناجیه، د پاچا ډاکتر رفيقي یو شمېر ژباړن او نور یادولی شو.
پاچا د کوېټې له لاري هند، مصر، ایټالیا، فرانسې، بلجیم، المان، بريتانیه، شوروي، ترکیې او ایران ته سفر وکړ.
د کوېټې او چمن خلکو دپاچا دروند هر کلی وکړ او په هندوستان کې د یویشت توپونو په وارولو سره ده ته ښه راغلاست وویل شو.
په افغاني نغمو(دغه وخت په جرمني کې په ملي سرود کارکېده) په شاهي سلامۍ او ترانو سره په کراچۍ کې د پاچا یو دروند درناوی تر سره شو.
پاچا د هندوانو او مسلمانانو د یوالي په تړاو اوږدې خبرې وکړې او په تودو چکچکو بدرګه شو.
Lord lrwin «لارډ ايروین» ځان په ناروغۍ واچاوه ولې مېرمن ایروین ځان بمبې ته د پاچا درناوي ته ورسوه.
مصر ته په رسېدو د مصر پاچا فواد او نورو چارواکو امان الله خان ته ښه راغلاست ووايه، ده مصریانو ته اوږده وینا وکړه:
« د ده وینا په وار وار د تل د وې افغان ملت» او (ژوندی د وي ولسواک پاچا» په زوږ او ولولو غوڅېده له. [2]
خو کله چې له مصرووت پاچا وویل: شکر چې لاړ.
پاچا امان الله د جنوري په دریمې (۱۹۲۸) نېټې د ایټالیا « نیپلز» بندر په لور و خوځېدل، په روم کې د ایټالیا پاچا، ملکې، صدراعظم موسولینني او د ایټالیا نورو چارواکو د ده دروند هرکلی وکړ.
پاچا دومره ایټالوي چارواکو ته په زړه کې خوږ شو چې ده ته یې (د لوکرانون زبانا) لقب ورکړ اود شاهي کورنۍ غړی یې وګاڼه.
فرانسې ته د پاچا سفر له سیاسي او فرهنګې پلوه ډېر مهم وه. د فرانسې لرغون پوهان و هڅول شول چې خپلو څېړنو ته پراختیا او پرمختیا و بښي. دواړو دولتونو یو بل ته د ګډو مرستو ډاد ورکړ او په کابل کې د یوه ښونځى دجوړيدو ژمنه هم وشوه.
پاچا امان الله د بلحیم او سویس له سفر وروسته د فبرورۍ په شلمه (۲۰) نېټه جرمني ته لاړ. هلته یې له جرمني چارواکو سره ددواړو هېوادونو په اقتصادي، تخنیکي، فرهنګي او سوداګریزو چارو خبرې اترې وکړې.
« امان الله خان وویل غواړي په افغانستان کې د رېل سړک جوړ کړي. خو هندنبرګ په دې تړاو د زیات لګښت خبرداری ورکړ. [3]
ولې بيا هم المان پرته له سود نه پنځه (۵) میلیونه مارکه پاچاته په واک کې ورکړل، چې هغوئ پرې الوتکې، بېلابېل ما شینونه او مهم توکي را ونیول.
امان الله خان چې کله برتانیې ته ورسېد د ملکې او پاچا له هر کلي سره مخ شو. بیایې د دولتې او سیاسي چارواکو له مشرانو سره ولیدل.
افغانۍ پلاوي له لندن نه پرته د بريتانیا له نورو صنعتي او فرهنګي ښارونو نه هم ليدنه وکړه.
د انګليستان ډلیېزو رسانیو او خپرونو، دی یې د روسیې (لوی پېتر) وباله.
ولې پاچا امان الله سره ددې چې « آستن چمبرلین) دده خبرې په یوې او بلې پلمې تېرولې په ځغرده د ډیورنډ د سرحدي کرښې په تړاو خپلې څرګندونې بیا بیا راغبرګې کړې.
امان الله خان چې کله شوروي ته ورسېد، له ستالین نه پرته د شوروي له چارواکو سره ولیدل. ولې دومره ګټورې پایلې یې ترلاسه نه کړې چې پاچا په ډاډه زړه د شورویانو په اقتصادي ملاتړ له انګریزانو سره ډغرې ووهي او خپلې بنسټیزې سیاسې لانجې یې حل کړې وی.
ایران ته د افغان پلاوي سفر په سیاسي خاطر ګټور وه. دواړو لورو یانې افغان بهرنیو چارو وزارت د استازي غلام صدیق خان (د وزارت کفیل) او د ایران استازیی میرزا سید مهدي خان فرخ په نهو(۹) څپرکو کې یو تړون لاسلیک کړ.
بهرنیو هېوادوته د افغان واکمن سفر، سیاسي لاسته راوړنې لرلې. ولې پرته له المان نه اقتصادي مرستې یې ډېرې د پام وړنه وې.
خو له دغه اوږده سفر (شپږ میاشتې یوولس ورځې) نه وروسته له ترکې نه پارس ته، له هغه ځایه مشهد ته ستون شو، بیا د هرات او کندهار له لارې د جولای په لومړۍ ورځ (۱۹۲۸ز کال) کابل ته ورسېد.
ددغه اوږده سفر په تړاو کورنیو او بهرنیو دښمنانو داسې ګړنجوله چې د امیر دغه سفر دامير عبدالرحمن خان او امیر حبیب الله خان هغو سفرونو ته ورته دی چې عبدالرحمن خان په هند کې وه چې روسانو پنجده ونیوله او حبیب الله خان په انګریزانو خپل ځان وپلوره!؟.
اوس امان الله خان هم هغه ندی بلکه بهرنیو بدل کړی دى… د دارنګه ناوړه انګېرنو پایله دا شوه چې پاچا امان الله یې له ګڼ شمېر کړاوونو سره لاس او ګرېوان کړ. ولې بيا هم باچا د خپلې واکنۍ په مهال يو شمېر کارنامې په ميراث پريښودې: دهيواد خپلواکي، د نظامنامو پنوم قانون، راډيوي خپرونې، د سينما بنسټ، د تليفوني کرښو غځول، د ملي موزيم رغاونه، دتذکرو ويش، د مالياتي سيستم رغاول، په لسګونو خپرونې، د سړکونو پراختيا، سوداګريزې پرمختيا، دنجونو ښوونځي پرانسته، دارشاد النسوان تاسيس، دغلامانو ساتل لغوه اعلان شول، د وينځو ازادي، د سياسي بنديانو خوشې کول، دخپل پلآر ميرمنو آزآدي، دنارينو او ښځو مساوي حقوق، بهر ته دلوړو زده کړو لپاره دځوانانو او پېغلو استول، دبېګار لغوه کول، د کابل دښار پراختيا، د رباطونو پرمختيا، د سلطنتي کورنۍ د اضافي امتياز لغوه، په هېواد کې د ريل کرښې تابيا، او په لسګونو سياسي، اقتصادي او کلتوري پرمختګونه يادولى شو.
د پاچا وروستي نوښتونه
کله چې پاچا کابل ته ورسېد د یوه نوښت په بنسټ یې و پتېیله چې د چارو د سمون لپاره لویه جرګه را وبولي.
هغسې هم لکه چې دمخه یادونه وشوه د امان الله خان په مهال دری لویې جرګې جوړې شوې چې لومړۍ لویه جرګه د جلالاباد په ښار کې (۱۳۰۱ه ق کال) جوړه شوه.
پدغه جرګه کې ژمنه وشوه چې دولتي چارې به د نظامنامو (قوانینو) له مخې پر مخ ځي.
پدغه حرګه کې ۸۷۲ استازو ګډون کړی وو.
دویمه لویه جرګه په (۱۳۰۳ل) کال پغمان کې جوړه شوه، پدې جرګه کې په بشپړه توګه په ازاده بڼه د نطامنامو په تړاو خبرې اترې وشوې.
ورپسې د هېواد کورنۍ او بهرنۍ مسالې یادې شوې. کومه خبره چې پدغه جرګه کې ډېره مهمه وه هغه د روسانو له خوا د پنجدې نیول وه چې باید بېرته افغانستان ته و سپارل شي. په جرګه کې داستازو شمېر ۱۰۵۴ تنو ته رسېده.
دریمه لویه جرګه هم په پغمان کې (۱۳۰۷ل کال) د سنبلې میاشت ( ۱۹۲۸ ز کال) پرانستل شوه چې پاچا امان الله د خپل سفر په اړه را بللې وه. د استازو شمېر یې یوزروسلو(۱۱۰۰) تنو ته رسېده. (ځنې يې ۱۰۰۱ تن ښيې).
دغه لویه جرګه دیوه نوښت له مخې چې يادو استازو په کې ګډون کړى وو رابلل شوى وه، پدې کې قومي مشرانو مخورو، ديني عالمانو شتون در لود.
جرګه وال دېته اړ شوي ول چې خپل لنګوټي او دودیزې جامې لرې کړې او پر ځای یې تورې کورتۍ، پتلنونه او سپین کمیسونه واغوندي. نکتایې و تړي او تورې خولۍ پر سر کړي…..
امان الله خان د جرګې لومړۍ غونډه پدې ټینګارسره پرانستله چې دی وکیلانو ته د واکمن په توګه نه غږېږي او هغوی به دېته اړ هم نباسي چې څو دده وړاندېزونه ومني.
… دايې په ټینګه وویل:
که جرګه په ګڼو رایو سره کومه پرېکړه وکړي. که بيا کوم استازی پر وړاندې ودرېږي هغه به د خپل ملت او رسول الله (ص) سره خیانت کړی وي. [4]
له دې سر بېره پاچآ د ښځو د حقوقو په تړاو اوږدې خبرې وکړې. د اروپا پرمختګ او نوي تمدن ستاینه یې وکړه.
د پغمان لویه جرګه چې دیوې اونۍ په شاوخوا کې روانه وه، دیوه پرېکړه لیک له مخې پدغو ټکو ټینګار وکړ:
– ددولتي شورا پرځای د ۱۵۰ تنو په تشکیل ملي شورا تاسیس شي. پوځي خدمت دې له دوه کالونو درې کالو ته وغځيږي.
– د وسلو د رانیولو لپاره هر مامور د یوې میاشتې تنخوا او د هېواد عادي غړي به پنځه افغاني د مرستې لپاره ورکوي.
– د پاچا مېرمن د ملکې ثریا پنوم او زوی یې سردار رحمت الله د ولیعهد پنوم یادشي.
– د تفتیش او کنترول تاسیس.
– پاچا حق لري چې مجازات وبښيې.
– د مرستونو بنسټ.
– د نښانونو لغوه کول.
– د قانون له مخې د سزا ټاکل.
– د پرمختللو محاکمو رغاول.
– ددېوبند د ملایانو محنیوی او د افغاني ملایانو روزل.
– د اداري فساد او بډو مخنیوی لپاره د لایحو جوړول.
– د افغانستان د بیرغ درنګونو(تور،سور، زرغون) ټاکل.
– له هرو پنځو کالو وروسته به لویه جرګه را غوښتل کېږي.
په لویه جرګه کې یو شمېر داسې وړاندیزونه هم ول چې پایلې یې ډېرې ترخې وې او داسې نورو غبرګونو ته یې لاره پرانسته چې هېواد يې له سياسي کړکيچ سره مخ کړ د ساري په توګه جلۍ نشي کولی چې له اتلس (۱۸) کلنۍ نه د مخه واده وکړي.
« د واده عمر د جرګې له خوا ونه منل شو… ان تر دې چې داسې ګونګوسې هم تر غوږ وشو چې پاچا یې پر بې دینې تورن کړ. [5]
د ۱۹۶۳ زکال د ملګرو ملتونو د ټولنې (Assembly) ریس افغان دېپلومات عبدالرحمن پژواک پدې تړاو انګېري چې:
« د امان الله خان په وړاندې د دا ډول څرګندونو تر شا بهرني سیاسي لاسونو شتون درلود. پوهاند ډاکټر کاکړ دلوی جرګې د پایلو په اړه د منشي علي احمد د لیکنې له مخې داسې کښلي دي:
« ځنې ملايان استازي ددغه سمون په مخالفت و غږېدل… امان الله په ځواب کې وویل:
« ستر» داسلامي قانون له مخې له غاړې نه ښکته د بدن پټول دي.
ملایانو دده نطر په ټینګه رد کړ… پاچا کنترول له لاسه ور کړ او په لوړاواز یې وویل:
دا ټول ملي مصیبتونه د تاسو له لاسه دي، تاسئ ملایان چې له دووسانو نه پرته نور څه نه یې، زه به هغه څه نافذوم چې یې غواړم… پاچا امان الله يو ځل بیا د جرګې غړوته وویل:
د ګران ملت استازو!. .. زما توصیه ټول ملت ته ورسوئ. .. دغه ملایان په خپلو وعظونو سره د دښمنانو د دسیسو د خپرولو مسولان دي…[6]
امان الله خان لا له خپل غبرګون او له دغې ګواښنې نه وه ناست چې غلام محي الدین انیس ورغبرګه کړه چې د پاچا درغاونې فکر ګټور دی، خو ولې د وزیرانو په کړو وړو سترګې پټوئ.؟
وزیرانو ورته ټپې ټپې کتل او ده پاچا ته د وزیرانو د ناوړه چلن په کور د ننه او بهر ددوئ ماڼيو او شتوته ګوته ونیوه. .
پاچا دده خبرې له موضوع نه لرې و ګڼلې، ولې میر غلام محمد غبار انګېري چې: « پاچا پخپله نوموړى دېته هڅولی وه چې د وزیرانو په تړاو باید همداسې غبرګون وښيې. [7]
د لویې جرګې په برخه والو کې روڼ اندو شاه ته وړاندیز وکړ چې حکومت چارې باید له سلطنتي چارو بېلې شې.
د ستیوارت په اند:
امان الله خان ددوي وړاندیز ته غاړه کېښوده. سردار شېر احمد خان ته یې دنده وسپارله چې کابینه جوړه کړي.[8]
د پاچا دغه سیاست د هغو څرګندونو ښکاره ځواب وه چې د عبدالرحمن خان لودين په څېر روښان فکر و د ستوري ماڼۍ په چمن کې امان الله خان ته په ځغرده وویل:
« دا لس کاله کېږې چې تاسو د حکومت چارې په لاس کې نیولي دی… باید د حکومت مسول معلوم شي چې هلته ته ځواب ووایې.»
سردار شېراحمد خان چې ځان ددې دندې وړ نه ګاڼه د پاچا سپارښتنې ته غاړه کينښوده او د څرخي غلام صدیق په ګډون ډېرو نه ِغوښتل چې له نوموړي سره همکاري وکړي.
امان الله خان له محمد ولي خان نه ورته غوښتنه وکړه، خو هغه د ستړیاله بابته له پاچا نه بښنه وغوښته. او په پای کې امان الله خان د پخوا په څېر د حکومت چارې د دغو وزیرانو پر مټ په غاړه واخيسټې: محمد ولې خان د پاچا نایب، شېراحمد خان د جرګې ریس لوي وزیر (د وزیرانو چارې به څارې)، غلام صدیق خان د بهرنیو چارو وزیر، عباالعزیز خان د حرب وزیر، عبدالاحد دکورنیو چارو وزارت کفیل، علي احمد خان د سوداګریزو چارو وزیر، عبدالهادي د شورا ریس او نور پخواني وزیران یادولی شو.
ولې بیا هم له دې سره یو شمېر ستونزمنې پېښې او پوښتنې له مڼځه لاړې نشوي.
د بېلګې په توګه پاچا چې د جرګې په ټولو پنځو غونډو کې د جرګې د غړو وړاندیزونه لیدل ډېر خوشاله نه برېښېده. ان داچې خبره دېته ورسېده چې په ډېرې غوسې یې وویل:
« زه یو انقلابي پاچا یم، هیله من یم چې د هېواد په هر ګوټ کې سمون او اوښتون راولم.
اوس نو هغه لوړ رتبه چارواکي چې لما سره کار کول نه غواړي. کولی شي چې ځانونه له دندې ګوښه کړي… عبدالرحمن خان لودين همداسې وکړل.[9]
سټیوارټ ددِغې جرګې د پایلو په اړه ليکلي دي چې:
« ملایانو فکر کاوه، هېڅ انسان حق نه لري چې قوانین جوړ کړي. د څښتن تعلی قوانین چې د انحضرت(ص) په وسیله د شرعي قوانینو په بڼه راټول شویدي. ملایان حق لري چې هغه تفسیر کړي.
دوی فکر کاوه چې نظامنامې ددوئ اند او فکر محدود کړیدی. [10]
که څه هم یو شمېر لیکوال انګېري چې د لوې جرګې پرېکړي یوازیني لامل وه چې په شینواروکې خلک پاڅون ته اړ کړل.
ولې ښايي د شینوارو پاڅون هم لکه د منګلو د پاڅون په څېر د پاچا له سمون او اوښتون سره ځانګړی تړاونه درلود. بلکې بنسټیز لامل یې د کورنیو او بهرنیو لاسوهنو لامل وه.
د پغمان لوې جرګې وښوده چې د فضل عمر مجددي ورور محمد صادق مجددي د خپل وراره په ملتیا (محمد معصوم مجددي) د یو شمېر ملایانو په ګډون، پداسې حال کې چې د پاچا د کفر فتوا، په څلورو سوو (۴۰۰) ملایانو لاسلیک شوی وه، د هېواد د سهل لورته چېرته چې د منګلو پاڅون شوی وو لاړل. ولې څنګه چې دهغه پاڅون ریښتینوالی خلکوته څرګند شوي وه نو ځکه د پکتیا ولس دوی ونیول او بیا یې حکومت ته وسپارل. ولې یو شمېر څېړونکي انګېري چې قاضي عبدالرحمن د خپل ځان له خوا غوره و ګڼله چې باید دولت ته تسلیم شي. ټولو بیا همداسې وکړل.
به دغه تور ککړ کسان یوازې ملایان نه ول بلکې یو شمير سرداران هم ول چې هم موږ د کندهار پخواني والي سردار محمد عثمان خان او دده زوی غلام فاروق خان د ساري په توګه یادولی شو.
دا ډول چارواکې او سرداران د روانو پېښو بهیر دومره نهیلی کړی وه چې له یوې خوایې فسادته لمن وهله او له بلې خوایې د چاپلوسۍ او غوړه مالۍ له مخې پاچا ته دده د ریښتینو دوستانو شکایت کاوه، تر هغې چې د پېښو په وړاندې یوازې کړ.
[1] :- ادمیک لودویک د شلمې پېړۍ تر نیمایې د افغانستان د بهرنیو اړیکو تاریخ… ژباړن ډاکتر صمد ۲۱۰ مخ
[2] :- همدغه اثر ۲۱۶ مخ
[3] :- همدغه اثر ۲۲۴ مخ
[4] :- همدغه اثر ۲۴۶-۲۴۷ مخونه
[5] :- سرفریز تتلر ۲۱۳ مخ
[6] :- کاکړ پوهاند ډاکټر حسن د پاچا امان الله واکمنۍ ته یوه نوي کتنه ۸۸-۸۹ مخونه
[7] :- غبار میر غلام محمد افغانستان در مسیر تاریخ ۸۱۳ مخ
[8] :- ار (ستیوارت) ۴۰۰مخ
[9] :- اډمیک ۲۵۴ مخ
[10] :- د سټیوارت هماغه اثر.