Homeخبرونهسرچينه: د ناروې ناسته د کرزي او خلیلزاد په هڅو تر سره...

سرچينه: د ناروې ناسته د کرزي او خلیلزاد په هڅو تر سره شوه

تاند: ( چار شنبه، د دلوې شپږمه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ته یوه نیږدې سرچينې، چې نه غواړي نوم یې خپور شي، د نوموړي په هڅو په ناروې کې د طالبانو او يو شمېر افغان سیاسي څېرو د ناستې د ترسره کيدو خبر ورکوي.

سرچينه زياتوي، چې د دغې ناستې د تنظیم لپاره په افغانستان کې ډېرې هڅې حامد کرزي او له هېواده بهر هڅې د افغانستان لپاره د امريکا مخکيني استازي زلمي خليلزاد سمبالولې.

ويل شوي، چې له افغانستان څخه په دې ناسته کې د ګډون کوونکو لیست هم تر ډېره د ښاغلي کرزي د دفتر له لوري تنظیم شوی و، چې طالب چارواکو پوره همغږي ورسره لرله.

د حامد کرزي مطبوعاتي دفتر څه موده مخکې تایید کړه، چې د ناروې سفير افغانستان ته د سفر پر مهال له نوموړي سره لیدلي.

د‌ دې ترڅنګ د طالبانو د بهرنيو چارو وزير په اوسلو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له پخواني ځانګړي استازي کای ایډې سره هم لیدلي.

کای ایډي د حامد کرزي له نيږدې شخصي ملګرو څخه و او ويل کېږي، چې د هغه په غوښتنه یې متقي سره لیدلي او د طالبانو د حکومت په ګټه یې دیپلوماتیکې او رسنيزې هڅې پيل کړي.

طالبانو او د حامد کرزي دفتر د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

حامد کرزي په ناروې کې له یو شمېر افغان څېرو سره د طالبانو د لیدنې او ګډې اعلاميې هرکلی کړی دی.

په دې مذاکراتو کې د حامد کرزي د دفتر رئیس عبدالکریم خرم هم ګډون درلود او ورسره تړلو رسنيو د ناستې په ګټه ډېر تبلیغات کول.

د ناستې منتقدینو او له هغې ډلې هزاره مشر حاجي محمد محقق دې ته په پام سره، چې په ياده غونډه کې تر ډېره طالب پلوو څېرو د افغان شخصیتونو په توګه ګډون کړی و ويلي، چې په ناروې کې « طالبانو» له « طالبانو» سره غونډه کړې ده.

یادې څرګندونې په داسې حال کې دي، چې یو شمېر خلک حامد کرزی او ډاکټر عبدالله د طالبانو له لوري په کابل کې « نظر بند» شوي ګڼلي دي.

تېره اونۍ یو شمېر رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل، چې د امريکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد دوحې ته تللی او له قطري څخه یې مرسته غوښتې، چې طالبان له یو شمېر افغان لوریو سره د ګډ نظام په اړه د مذاکراتو بیا پیلیدو ته وهڅوي.

1 COMMENT

  1. زه ګمان نکوم چې دوه ناکامه لغړیان د دومره سیاسی اړکي ولري چې هم یې ناروې مني او هم یې نورره نړۍ ، طالبان اوس یو منل شوی حقیقت دی نو نړۍ وال مجبوره دي چې ددوی سره خبرې شروع کړي او داځکه چې د افغانستان د اولس غمیزه خو ددوی د باغ مڼې دي ! دا ظالمان راغله مونږ یې مړه کړو خو یوه فابریکه هم په دا شلو تیرو کلنو کې جوړه نکړه ! او اخیرته چې وتل ټول خپل بړیڅي یې هم له ځان سر واخیستل او لا اخلي يې ، هیواد یې تش بې تعلیمه پریښوود !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...