دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد افغانستان بېلابېلو پېښو ۱۳ تنه وژلي او ۱۳ نور یې ټپيان...

د افغانستان بېلابېلو پېښو ۱۳ تنه وژلي او ۱۳ نور یې ټپيان کړي

تاند: ( چار شنبه، د دلوې شپږمه) د افغانستان له مختلفو سيمو څخه تاند ته رسیدلي راپورونه ښيي، چې ۱۳ تنه وژل شوي او ۱۴ تنه نور ټپيان دي.

د راپورونو له مخې، د مرګ ژوبلې تر ټولو زیات ارقام د بغلان ولايت په خوست او فرنګ او اندراب ولسواليو کې د طالبانو او د دوی د مخالفو مقاومت ډلې د وسله والو په نښتو کې رامنځته شوي.

د طالبانو ځايي چارواکو پژواک خبري اژانس ته ويلي، چې په یادو ولسوالیو کې د نښتو پر مهال د مقاومت ډلې ۱۰ وسله وال ( چې طالبانو نا مسووله وسله وال ګڼلي) وژل شوي او ۳ تنه نور ټپيان دي.

د خوست او فرنګ ولسوالۍ کې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت ډلې یوه قومندان شریف الله سنګين بيا د خپل یوه وسله وال وژل کیدل او د بل ټپي کیدل تایید کړي.

هغه طالبانو ته هم د مرګ ژوبلې ادعا کړې، خو طالبانو یې په اړه څه نه دي ويلي.

بل لور ته د کونړ ولايت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له کبله یو ماشوم وژل شوی او ۳ نور ټپيان شوي دي.

ځايي چارواکو ويلي، چې چاودنه د اوبو له یوه کوهي سره شوې، خو نور جزییات یې په اړه نه دي ورکړي.

له کونړ ولايت څخه بل خبر وايي، چې هلته د پاکستان توغنديز بریدونه لا هم دوام لري.

په ختیځ کې د طالبانو د سرحدي ځواکونو وياند حمدالله ويلي، چې تېره شپه په سرکاڼو ولسوالۍ کې د پاکستان د توغنديزو بریدونو له امله یو ماشوم او ګڼ څاروي وژل شوي.

د کونړ په ګاونډي ولايت ننګرهار کې بيا د کامې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ولسوال پر موټر چاودنه شوې، چې طالبان پکې د خپلو پینځو وسله والو ټپي کیدل تایید کړي دي.

ويل شوي، چې دغه چاودنه د کامې ولسوالۍ په سنګر سرای بازار کې رامنځته شوې ده.

د چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو راپورونه وايي چې په ولسوالۍ کې داعش وسله وال فعال دي.

له هلمند ولايت څخه راپورونه بيا وايي، چې په دې ولايت کې يو تن په مرموز ډول وژل شوی.

د هلمند لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حافظ رشيد ویلي، چې دغه جسد د ګرشک ولسوالۍ په سامنار سیمه کې موندل شوی.

د پېښې څرنګوالی تر اوسه نه دی معلوم شوی.

د نا امنۍ او جګړو دا خبرونه په داسې حال کې دي، چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي ناروې ته د سفر پر مهال ادعا وکړه، چې د دوی له واکمنیدو سره په افغانستان کې د جګړې او نا امنۍ مرګ ژوبله صفر کچې ته رسيدلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب