دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهکابل کې د سلو ملي بسونو د فعالیدو خبر ورکړل شو

کابل کې د سلو ملي بسونو د فعالیدو خبر ورکړل شو

تاند: ( چار شنبه، د دلوې شپږمه) د طالبانو د حکومت د ملي بسونو د ادارې مشر ملا ايوب وايي، چې نن یې کابل ښار کې ۱۰۰ ملي بسونه تازه فعاليت ته ګومارلي.

د هغه په وينا، دا ملي بسونه ویجاړ شوي وو، چې دوی ترمیم کړي او د کابل ښار د خيرخانې، کارته نو، خراسان ښارګوټي او قلعه زمان خان په مسیرونو کې فعاله کړي دي.

د ده په وينا، دا ملي بسونه به هره ورځ د سهار له شپږو بجو څخه د ماښام تر شپږو بجو پورې فعاليت کوي.

د طالبانو حکومت ته د جمهوري نظام څخه يو زر او نهه څلويښت ملي بسونه پاتې دي، چې څه باندې ۶ سوه يې د کابل ښار اړوند دي.

کابل ښاریانو د ملي بسونو له نشتوالي پخوا هم شکایت درلود، خو ويل کیدل چې مخکې د طالبانو د بريدونو له وېرې دغه بسونه سم نه فعالیدل.

اوس کابل ښاریان د ملي بسونو د بیرته فعالولو اعلان ته خوشاله دي او پر شویو ژمنو د عمل تمه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب