دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپه واشنګټن کې د افغان سفارت بانکي حسابونه تړل شوي

په واشنګټن کې د افغان سفارت بانکي حسابونه تړل شوي

تاند: ( چار شنبه، د دلوې شپږمه) په واشنګټن کې د افغانستان د جمهوري نظام د سفارت يو شمېر ديپلوماتانو تاييد کړې، چې د امريکا يوه بانک د سفارت رسمي بانکي حسابونه تړلي دي.

سرچينو ويلي، چې دغه بانکي حسابونه د امريکا د سيټي بانک له لوري له څه باندې يوې مياشتې راهيسې تړل شوي دي.

افغان ديپلوماتانو ویلي، چې دا ستونزه يې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت سره شريکه کړې، خو تر اوسه يې د حل لپاره کوم پرمختګ نه دی شوی.

د افغان ديپلوماتانو د معلوماتو له مخې، امريکايي چارواکو ترې غوښتي چې د دې موضوع له علني کولو څخه ډډه وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند بيا د بانکي حسابونو د تړل کیدو په اړه له ځواب ويلو پرته ويلي، چې د افغان ديپلوماتانو د ديپلوماتيک اعتبار په برخه کې کوم بدلون نه دی راغلی.

په امريکا کې تر پورې افغان ديپلوماتان ژوند کوي، چې څه برخه يې په امريکا او څه برخه نور يې هلته د ملګرو ملتونو سازمان سره د افغانستان ديپلوماتيک استازيتوب سمبالوي.

دوی د طالبانو د حکومت د نه مشروعیت له کبله اوس هم خپلو دندو ته دوام ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب