دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهامیرخان متقي ناروې ته د خپل سفر جزييات رسنيز کړل

امیرخان متقي ناروې ته د خپل سفر جزييات رسنيز کړل

تاند:( شنبه، د دلوې دويمه) د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي په يوه غږيز پيغام کې ناروې ته د خپل ننني درې ورځیني سفر په اړه جزييات وړاندې کړي.

ښاغلي متقي دا اروپا ته د طالبانو د حکومت د لوړپوړي پلاوي لومړنی او مهم سفر ګڼلی او ويلي، چې د ناروې په« بلنه او فوق العاده الوتکه» کې د دغه سفر په ترڅ کې به د یاد شوي هېواد تر څنګ د اروپايي ټولنې او امریکايي چارواکو تر څنګ له یو شمېر افغانانو سره هم وویني.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير هیله ښودلې، چې د داسې سفرونو او تعاملاتو لړۍ به یې دوام پیدا کړي.

نوموړي د خپل حکومت بهرنی سیاست مثبت او بریالی ګڼلی او د لاسته راوړنو د ادعا تر څنګ یې ټینګار کړی، چې دوی د تقابل پر ځای افغانستان د اقتصادي همکاريو او اتصال په مرکز بدلول غواړي.

ويل کيږي، چې په دې سفر کې به د طالبانو د بهرنيو چارو وزير او ورسره ملګری ۱۵ کسيز پلاوی به د افغانستان له یو شمېر مدني او ښځينه فعالانو سره هم وویني.

سید اسحق ګیلاني، محبوبه سراج، عبدالکریم خرم او یو شمېر نور کسان هم له افغانستان څخه ناروې ته د یو شمېر قشرونو د استازو په توګه بلل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب