Homeخبرونهپه لومړي ځل د افغان ځواکونو د وژل کيدو د وروستيو پېښو...

په لومړي ځل د افغان ځواکونو د وژل کيدو د وروستيو پېښو خلاف پراخه ولسي غونډه شوې

تاند:( شنبه، د دلوې دويمه) ‏د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې په لومړي ځل سلګونو کسانو د جمهوري نظام د یوه امنیتي سرتیري د وژلو خلاف غونډه کړې ده.

دغه سرتېری عبدالحمید نومیده، چې د خپلو دوو سرتېرو وروڼو په ملتيا طالبانو نیولی او سخت شکنجه کړي وو.

د سیمې اوسیدونکي وايي، چې د دغو درېیو تنو له ډلې د عبدالمجید په نوم مخکینی امنيتي سرتېری د طالبانو د شکنجې له کبله وژل شوی دی.

په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومندان شیخ ندا محمد نديم هم دا پېښه تایید کړې او ويلي، چې په ښېوه کې یې د خپل امنيه قومندان په ګډون ۸ طالب چارواکي او امنیتي منسوبین د دغه مخکيني سرتېري د شکنجې او وژلو په تور بنديان کړي.

شیخ ندا محمد نن ښېوې ولسوالۍ ته د خلکو د اعتراضیه غونډه کې هم ګډون کړی او ترې غوښتي، چې خپل اعتراضیه حرکتونو ته دوام ورنه کړي.

طالب قومندان د وژل شوي مخکيني سرتېري کورنۍ ته د خواخوږۍ لپاره هم ورغلی او خلکو ته يې د نوموړي د قاتلانو په اړه د « شرعي حکم» د تطبيق ډاډ ورکړی.

د افغانستان د جمهوري نظام د ځانګړو ځواکونو قومندان جنرال فرید احمدي نن په یوه مرکه کې طالبان تر تورن کړل، چې د ۵۰ ځانګړو ځواکونو په ګډون یې تر زرو پورې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه وژلي دي.

طالبان بيا په دې اړه ادعاوې بې بنسټه ګڼي، خو د يادونې وړ ده، چې په دې اړه يو ګڼ شمېر مستندې ویډیوګانې خپرې شوي.

دا لومړی ځل دی، چې ولسي خلک پر اعتراضیه حرکتونو د طالبانو د ځپونکو قیوداتو باوجود په ننګرهار کې د طالبانو له لوري د افغان ځواکونو د وژلو خلاف پراخه غونډه کوي.

3 COMMENTS

  1. دا د هر افغان حق ده چې نور د خپل افغان د ژوند د ساتنې لپاره لاس په کار سي، نه دې نور د طالبانو ګټو ته خپل ځان او مال سپاري نه دې د بل لپاره خپل وطنوال او وطن تبا کوي، دې کار ته د هر افغان د ژوند د ساتلو لپاره بايد هر يو له داسې کړونو تېر سي چي هم دی خپله کې تباکيږي او هم بل افغان او افغانستان. د قاتل او جابر د مخنيوی لپاره افغانان بايد خپل منځونو کې يو سي، د وطن ګټو او د افغانانو د ژوند د ساتلو لپاره چې په کار نسو زموږ ځوانان او کدرونه به تل د يو سپک سړي، حاکم لخوا وژل کيږي….

  2. ټول افغانان باید د سولییزو لارو څخه د خپلو حقوقو او ارزښتونو د خوندیتوب او غوښتنې لپاره مدني حرکتونه، مزاحمتونه، غبرګونونه غونډې جرګې او مرکې وکړي، او د دې لارې نه دې د خپلو هیوادوالو او خاورې لپاره غږ پورته کړي، او د ظلم او جبر خلاف دې غږ پورته کړي.

  3. former army members killing by isi&talibs,
    talibs are response for any one who killing in country
    WE HAVE TO BE UNITED AGAINST OUR ENEMY. PAKISTAN+I S I +TALIBS.

    ALWAYS BE UNITED AFGHANS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...