دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونههرات کې چاودنه او کابل کې د بلوڅانو یو مشر وژل شوی

هرات کې چاودنه او کابل کې د بلوڅانو یو مشر وژل شوی

تاند:( شنبه، د دلوې دويمه) ‏د افغانستان په دوو تازه امنیتي راپورونو کې له هرات څخه د یوې چاودنې او کابل څخه د بلوڅانو د يوه مشر د وژل کيدو خبر ورکړل شوی.

ځايي سرچینو ویلي، چې د هرات ښار په حاجي عباس سیمه کې نن ماښام پر یوه ټونس موټر چاودنه شوې، چې ۶ تنه یې وژلي او ۱۰ نور یې ټپيان کړي دي.

د هرات د حوزوي روغتون ډاکټرانو هم دغه مرګ ژوبله تاييد کړې ده.

د پېښې نور جزییات او د متضررینو هویت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.

بل لور ته په کابل کې د بلوڅانو د یوه مشر او سياسي فعال انجنیر عبدالرازق د وژل کيدو خبر ورکړل شوی.

د بلوڅانو د شورا ویاند ويلي، چې هغه د ناپېژاندو کسانو له خوا له کوره اېستل شوی او وژل شوی دی.

د‌ دواړو پېښو مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی او طالب چارواکو يې په اړه څه نه دي ويلي.

2 COMMENTS

  1. TALIBS ARE RESPONSIBLE, BECAUSE TALIBS REPRESENT OF PAKISTAN&ISI.
    WHY BALOOCH LEADER POLITICIAN SHOULD KILL IN KABUL
    HOW TALIBS CAN NOT BRING SECURITY,
    THIS IS SAME CENARIO LIKE IN FORMER GOVERNMENT.
    SHAME FOR TALIBS

  2. بلوڅان باید پوه شی چه افغانستان اوس دآی اس آی پلاس کی دی هغوی اوس په ډاډه ږړه خپل دښمنان که هغه بلوچان دی او یا پاکستانی طالبان وژنی,بلوچان باید بل دامن ځای ځانته پیداکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب