دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهمجاهد: يو امريکايي وګړی مې اسلام ته را وباله

مجاهد: يو امريکايي وګړی مې اسلام ته را وباله

تاند:( شنبه، د دلوې دويمه) ‏‏د طالبانو د حکومت وياند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستيال ذبيح الله مجاهد ويلي، چې کرسټوفر په نوم یو امریکایي تبعه د ده په بلنه او هڅو نن مسلمان شوی دی.

ويل شوي ،چې نوموړي له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې یې په افغانستان کې فعالیت کاوه.

 د باختر اژانس د خبر له مخې، دغه امريکايي وګړي د ذبیح الله مجاهد په هڅو نن اسلام قبول کړ او د محمد عیسی نوم ورته غوره شو.

یاد شوي خبري اژانس د نوموړي او ذبیح الله مجاهد ګډ عکس هم خپور کړی دی.

د محمد عيسی په نوي نوم دغه امريکايي وګړي په دې اړه څه نه دي ويلي.

10 COMMENTS

  1. Amazing! Mr. Mujahid seems like he has a lot of time in his hand spending on side issues.

    How Mr. Mujahid can be sure that the gentleman he converted is not an inelegant agent?

  2. یو امریکائی قدیانی د طالبانو قدیانیانو سره زیات شو او دا زیرنګه امریکائی قدیانی به نږدی وخت کښی د طالبانو قدیانیانو امیرالمؤمنین مقام ته ورسیږی او د شیطانی لاره کښی د ډالرو امریکا د شیطان انګلیس ( هغوی د کابل پلی خشتی جماعت کښی په کالونو یو انګلیسۍ مولوی درلود ) څخه هم وړاندی شو ، اما باید په افسوس سره وویل شی چی ځینی وطنفروشه ډالرو افغانان شته ( دا بیماری دوی ته د پلارونو څخه ورته میراثی پاتی شوی دی ) چی د افغانانو مینځ کښی نفاق اچوی او اوس به د قدیانی امریکائی له برکته به دا د نفاق اچولو عناصر د افغان ملت تخریب لپاره لا فعاله شی او د فریبی لپاره به د امریکا په عوض د اروپا پر ضد بابولانی لا زیاتی کړی !!!

  3. دا ولی په داسی مهال مسلمان شو چی بایدن د افغانستان د ټوټه کیدو پلان لری او اوازی یی واچولی چی ایا دا ملت واحد پاتی کیدای شی او فوراً فدرام د خوشحالی ډول غاړی ته واچاو؟
    د فدرام د نوی تحرک او ددغی مسلمانی تر منځ خو به اړیکه نه وی؟
    امریکا هم لکه انګریز اوس پوهه شوه چی دا وطن چی تباه کوی نو داسلام اسلام په نعرو یی تبا کوه په بل نوم نه تباه کیږی.

  4. to zabihullah mujahid
    what kind muslim. like you/or British muslim
    what you did you muslim.only killing of afghans.
    afghans need for unification like oxygen O2
    we must become united against PUNJAB/IRAN/AND ANY KIND SOLD OUT IN COUNTRY.

    DEATH ON WHO ARE AGAINST UNITED AFGHANISTAN

  5. د اسلام په حقانیت او جذابیت کی خو شک نسته . د مارکسیزم – لیننیزم په لمنه ( مسکو ) کی د ښکلی مسجد جامع ودانېده د اسلام د اعجاز یوه وړوکې تجلاء ده.
    امّا
    د مجاید یا نورور طالبانو هنر به دا نه وی چی د یو انګلوساکسونی ( چی ممکن تشرف ئې د زړه له کومی نه بلکه د یو بړوه توب په انګېزه وی ) مسلمانېده! د ځان ویاړ وګڼی بلکه طالب باید سخته بېره ولری چی د ” متحجر او لاهوری او انګریزی اسلام ) په سیوری کی د حکومتدارۍ او سوټوکراسۍ د اِعمال له وجی عام وولس خصوصاً ځوان نسل د اسلام او دین د سمندر څخه فاصله و نه نیسی او د عقیدتی ریګی طوفانونو په منګولو کی ایسار نه سی.

  6. مجا هد صیب پدی مو هم کوم قکر کړی چی څومره بی ګناه مسلمانان مو دلارو او سرکونو په سر په ځانمرګیو او بمونو والوځول او رنګارنګ پاکستانۍ ټاپی مو ورباندی ووهلی. چا ته مو دجنت او چا ته مو ددوزخ ټکټونه ورکړل.
    همدا اوس هم په پټه او مرموز ډول د افغانانو په وژلو بوخت یاست او په یوه او بله پلمه يی له کورونو اوباسۍ او بیا يی مړی په یو او بل ځای کی موندل کیږی. د هغو ځورونو چی په رسنیو او سوشل میډیا کی وخت په وخت راڅرګندیږی به څه نه وایو.
    تاسو د ای ایس ای په مزدورۍ کی دومره ژور تللی یاست چی د بلوڅو په وژلو او ځورولو مو هم لاس پوری کړی چی افغانستان ته يی فناه راوړی.

    مجاهد صیب پدی هم لږ فکر وکړۍ چی څومره مسلمانان هره ورځ ستاسو د ناروا او جاهلانه کړو وړو له امله له اسلامه متنفره کیږی.

  7. سلامونہ۔۔
    هسې خو د تاند په هره خبره سوک تبصري نه لیکی، خو خبره چي د اسلام شي هر سړی راودانګي. دالله بنده لګ خو اول په اسلام ځان پوه کړه، بیا خپل نظر څرګند کړ ه. هسې نه چې اسلام د رنه لکه ريح الدبر خارج شوي وي او ته پری خبر هم نه يي.
    لګ خو عقيده طحاويه ولولئ. لګ خو نواقض الاسلام ولولئ. لګ خو الولاء والبرء ولولئ. بیا راشئ بحث وکړۍ. والله اعلم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب