دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهد افغانستان بې برقي، ازبکستان خپله بریښنا ۵۰ سلنه کمه کړه

د افغانستان بې برقي، ازبکستان خپله بریښنا ۵۰ سلنه کمه کړه

تاند:( شنبه، د دلوې دويمه) ‏‏ په افغانستان کې د بې برقۍ له ستونزې شکایتونو سره هم مهاله، د بریښنا شرکت چارواکو ويلي چې ازبکستان دغه هېواد ته خپله صادراتي بریښنا ۵۰ سلنه کمه کړې ده.

د پروان ولايت د بریښنا شرکت مشر محمد عارف احمدي دا موضوع رسنيو ته تايید کړې ده.

سرچینې د بریښنا کمیدو دلیل تخنيکي ستونزې ګڼلي او په نيږدې ورځو کې یې د حل وړاندوینه کړې ده.

ازبکستان په دې اړه څه نه دي ويلي.

څه موده مخکې، د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد د هغه خبرداري په غبرګون کې ازبکستان، پر افغانستان خپله صادراتي بریښنا ۶۰ سلنه کمه کړې وه، چې ازبکستان او تاجيکستان ته یې د افغان هليکوپترو د نه سپارلو په اړه ورکړی و.

د بریښنا شرکت سرچينو دا هم ويلي، چې د طالبانو له واکمنیدو سره افغانستان له ګاونډيو هېوادونو څخه د بریښنا له کبله څو ميليارده ډالره پوروړی شوی دی.

1 COMMENT

  1. احمقانه خبر دی. اول د لوستونکو ذهن غول تر غوله کوئ بیا یې پاکوئ. لطفا خلک مه په عذابوئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب