دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Home+افغان ۱۹ لوبډلې زیمبابوې ته سخته ماتې ورکړه

افغان ۱۹ لوبډلې زیمبابوې ته سخته ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان د کرکټ تر نولس کلونو  کشرې لوبډلې د نړیوال چام سیالیو په لړ کې تېره شپه د زیمبابوې تر نولس کلونو کشرې لوبډلې ته په ۱۰۹ منډو ماتې ورکړه.

د سیالۍ پچه افغان لوبډلې ګټلې وه او لومړی یې بیټنګ وکړ.

د افغانستان د کرکټ تر نولس کلونو کشرې لوبډلې د سلیمان ساپي د سلیزې (۱۱۱ منډو) او د ننګیالي خروټي د پنځوسزې په مرسته سیالې لوبډلې ته لوړ هدف یعني د ۶ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۲۶۲ منډې وټاکلې.

د زیمبابوې لوبډلې په پیل کې ښه بیټنګ وکړ خو د ننګیالي خروټي غوره باولینګ د دغه ټیم ملا ماته کړه. ننګیالي خروټي نه یوازې د زیمبابوې ۴ لوبغاړي وسوځول، بلکې یو یې رن اوټ کړ او دوه ښکلي کیچونه یې واخیستل.

دا په روان نړیوال جام کې د افغانستان درېیمه سیالي وه. افغانستان دوې مسابقې ګټلي او یوه بایللې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب