دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهملي بيرغ ممکن بیرته برحال او ط خپل بیرغ د دفاع وزارت...

ملي بيرغ ممکن بیرته برحال او ط خپل بیرغ د دفاع وزارت په بیرغ بدل کړي

تاند:( شنبه، د دلوې دويمه) د طالبانو د حکومت یو شمېر سرچینې وايي، چې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ ممکن بیرته برحاله او د طالبانو بیرغ د دفاع وزارت د بیرغ په توګه اعلان شي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد نن په یوه مرکه کې د ملي بیرغ د بیرته برحاله کیدو احتمال تایید کړی.

په دې اړه د ښاغلي مجاهد د څرګندونو ډېر جزییات تر اوسه نه دي رسنيز شوي.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت یوې سرچينې، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي تاند وېبپاڼې ته وويل، چې د طالبانو سپین بیرغ په ډېر احتمال د دوی د دفاع وزارت د بیرغ په توګه اعلان شي.

سرچينې دا هم وويل، چې د طالبانو د ملا برادر ډله له لومړي سره د ملي بیرغ د ښکته کیدو لېواله نه وه.

ويل شوي، چې د جمهوري نظام له سقوط او کابل ته د حقاني شبکې له ننوتو سره دغې شبکې له مشورې پرته د افغانستان ملي بيرغ له ارګ ماڼۍ او نورو سیمو څخه ښکته کړی، چې ټول طالب مشران ورسره موافق نه وو.

طالبانو په رسمي ډول د دغې سرچينې څرګندونې نه دي تاييد کړي.

د ملي بیرغ په اړه د ذبيح الله مجاهد له نننيو څرګندونو څخه ډېرو افغانانو هرکلی کړی دی.

6 COMMENTS

  1. دا به یو مثبت کار وی کچیری د دغو جاهلانو لخوا ومنل شی. تر اوسه پوری دومره نااهله، بی شعوره او بی فرهنګه اشخاص چا په تاریخ کی نوو لیدلی. دروغ، منافقت، توکه او فریب هم د دغو خلکو خاصیت چی الله تعالی ج پری لعنت ویلی. د اغزن تار په نوم یی خلکو ته دروغ وویل اوس طالبانو د پنجابیانو خبرو لبیک ویلی نور به د اغزن تار پر ضد هیڅ ډرامه واونوری.

  2. هر څه به د افغانستان دملی ګټو او ملی رواجونو سره سم جوړ شی. عجله پکار نه ده ځکه د افغانستان کورنی او بهرنی دښمنان د بل هر وخت څخه اوس زیات شویدی. انشاالله یو څه وخت نور هم پکار دی تر څو افغانان په خپلو پښو مظبوط او پولادی ودریږی.
    بیا به پنجابیانو او لنډغرو ته خپل اصلیت او تیری کړنی وروښایو، دښمن دښمن دی ولو که په هره په هره جامه کی وی.

  3. ملی بیرغ مو په ټوله نړۍ کی پیژندل شوی ملی سمبول دی، دهغه په بیرته رسمی کیدو سره ملی یووالی ، آبادی، اتحاد او برکت راتلای شی . له وطن څخه تېښته به ودریږی . سپین بیرغ چی سپیڅلی کلمه ورباندی ده هم ټول ورته درناوی لری دا به د طالبانو د اسلامی تحریک وی او ملی به هماغه دری رنګه بیرغ وی چی دا سل کاله میلیونونو افغانانو د هغه د رپانده ساتلو لپاره قربانی ورکړی ده . دا اقدام د طالبانو د هوښاری او وطندوستی نښه شوه .
    زړه می د دی خبر په لوستو داسی درزا پیل کړه چی ټول وجود می ورسره ښوري. له خوښۍ می زړه درزیږی زه وایم چی اوس له خوشحالی ونه چوي. یا خدایه پاکه ټول افغانان تر دغه ملی بیرغ لاندی متحد او خواږه وروڼه کړی او زموږ اسلامی ګران هیواد ټوله نړی کی سرفرازه ولری (امین)

  4. دا کار که وشوو انشاالله نو د ډیرو ولسونو زړونه به امارت اسلامی وکټی. خدای دی وکړی چی طالبان دغه مثیت کار ته زر تر زره د عمل جامه واغوندی او واقعا ډیره په ځای پریکړه ده.

  5. که دا کار یې وکړ د ډیرو افغانانو زړونه به خپل کړي.
    ځکه زمونږ پلرونه او نیکونه مسلمانان وو او د دغه درې رنګه بیرغ لاندي ژوند کړي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب