دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهفارياب کې د ط د احصايې رئیس او ۴ تنه نور په...

فارياب کې د ط د احصايې رئیس او ۴ تنه نور په ترافيکي پېښه کې مړه شوي

تاند:( شنبه، د دلوې دويمه) په فاریاب کې د طالبانو ځايي چارواکو د یوې ترافيکي پېښې له امله د طالبانو د احصایې رییس په ګډون د ۵ تنو د مړينې او ۹ تنو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی.

ځايي چارواکو ویلي، چې دغه پېښه د فاریاب د دولت آباد ولسوالۍ په جنګل سیمه کې رامنځته شوې ده.

د يادې پېښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

څه موده مخکې په لغمان کې د طالبانو د استخباراتو رييس هم په يوه ترافيکي پيښه کې مړ شوی و.

له فارياب څخه په وروستيو کې د طالبانو د خپلمنځیو اختلافونو خبرونه هم زیات شوي.

د‌ دغو اختلافاتو اصلي دلیل د واک پر سر ناندرۍ او قومي ناندرۍ ګڼل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب