شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد سالنګ لاره تړل شوې او د کابل- جلال اباد لاره بیرته...

د سالنګ لاره تړل شوې او د کابل- جلال اباد لاره بیرته پرانیستل شوې

تاند:( شنبه، د دلوې دويمه) د افغانستان په شمال کې د سالنګ لوېې لارې چارواکو د سختو ورښتونو له کبله د دغې لارې د تړل کیدو خبر ورکړی.

ويل شوي، چې دغه لویه لاره د ډېرو واورو د ورښت او سختو توپانونو له کبله تړل شوې ده.

د سالنګونو د ساتنې رياست وياند سميع الله ولي زاده ويلي، چې دغه لاره تېره شپه د انساني فاجعې او مالي زيانونو د مخنيوي په موخه تړل شوې ده‌.

نوموړي زياته کړې، چې ممکن دا لار بندښت نن ورځ دوام ولري.

ولي زاده له موټر چلوونکو او مساپرو غوښتي، چې د سالنګ پر لويه لاره خپل تګ راتګ وځنډوي.

بل لور ته: د لغمان د ترافيکو مدیر وایي، چې د کابل او ننګرهار تړل شوې لاره ددوی په هلو ځلو بیرته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.

ياده لاره تېره شپه د سروبي ولسوالۍ په سورۍ تېږه سیمه کې د ورښتونو له کبله د غره ښوييدو په دلیل تړل شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب