پنجشنبه, سپتمبر 26, 2024
Homeخبرونهخوستی: د کورنيو چارو وزارت ډيټا سنټر مو له بهرنیانو څخه خوندي...

خوستی: د کورنيو چارو وزارت ډيټا سنټر مو له بهرنیانو څخه خوندي کړ

تاند:( پنجشنبه، د جدي دېرشمه) ‏‏د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستی وايي، چې دې وزارت د مخابري او معلوماتي ټيکنالوژۍ ریاست له بهرنیانو څخه د وزارت ډیټا سنټر خوندي او بهرني لینک شوي ارتباطات ورڅخه قطعه کړي.

د خوستي په وينا، پخوا دا ټوله پروسه بهرنیانو پر مخ وړه، خو اوس هرڅه د طالبانو د حکومت په اختيار کې دي.

طالبانو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

 د افغانستان د مخکيني نظام امنيتي او دفاعي ځواکونه تر ډېره د امريکا او نورو متحدينو په امکاناتو او تمويل خپلې چارې مخته وړلې.

د طالبانو په اړه بيا ادعا کیږي، چې د امنیتي او پیکنالوژیکو چارو په برخه کې پاکستانيان ورڅخه ملاتړ کوي.

دوی بيا په دې اړه تورونه ردکړي او بې بنسټه یې ګڼلي دي.

3 COMMENTS

  1. د خوستي د مور ميړونه پنجابيان به اوس دا کار په مخه وړي، خوستی خرکاني اصل خوستی نه ده د خرکاني د ډلي د اي ايس نوکر ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی