جمعه, سپتمبر 27, 2024
Home+د هېواد هوایي ځواکونه| دولت وزیري

د هېواد هوایي ځواکونه| دولت وزیري

نړیوالو اژانسونو لیکلي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو مخکې لا په امریکا کې یوه څېړنیز بنسټ د افغانستان د هوايي ځواک د ړنګېدو خبرداری ورکړی دی. خبري اژانسونو د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ میاشتې پر شلمه راپور ورکړ، چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې یا سیګار خبرداری ورکړی و، چې د امریکا له بنسټیز ملاتړ پرته ممکن د افغانستان هوايي ځواک دړې وړې شي، د دغه ځواک لپاره روزل شوي کسان او د څارنې میکانیزم به دړې وړې شي.

د سیګار ادارې دغه راپور د ۲۰۲۱م کال په جنورۍ میاشت کې د امریکا دفاع وزارت ته سپارل شوی و، خو داسې ښکاري چې د امریکا لوړ پوړو پوځي چارواکو ورباندې غوږ ونه ګراوه.

اوس هغو راپورونو سخت ودردولم چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې ویلي، چې غواړي د اوکراین د پیاوړتیا لپاره دغه هېواد ته پوځي تجهیزات او ځینې الوتکې ولېږي.

په راپورونو کې راغلي، چې اوکراین ته به پنځه Mi-17V5 ډوله الوتکې او په روسیه کې یوه جوړه شوې Mi-8MTV ډوله الوتکه هم ورکړل شي، چې مخکې د افغانستان د هوايي ځواک اړوندې وې. د امریکا متحدو ایالتونو دغه الوتکې رانیولې وې او غوښتل یې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو مخکې یې کابل ته وسپاري. ویل شوي چې د دغو الوتکو لومړۍ جوپه به په پسرلي کې کییف ته ورسېږي.

تر دې دردوونکې یې لا دا ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي هغه څه چې په افغانستان کې پېښ شول، دی یې له کبله بخښنه نه غواړي. جو بایډن چې د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۹مه) په سپینه مانۍ کې خپل د ولسمشرۍ د لومړۍ کلیزې په پار خبریالانو ته وینا کوله وویل چې د کابل په هوايي ډګر کې وژل شوېو امريکايي سرتېرو ته خواشینی دى، خو ويې ويل که يې امريکايي ځواکونه له افغانستانه ايستلي نه وای، نو بايد نږدې تر څلوېښت زره پورې سرتېري يې ور استولي واى.

دامریکا دفاع وزارت یا ‘پنټاګون’ د تخلیې بهیر پرمهال کابل کې پر یوه کور د هوايي برید ویډیو خپره کړې ده. په دې ویډیو کې لیدل کېږي چې د امریکا بې پیلوته الوتکه د څو دقیقو لپاره د کابل هوایي ډګر ته څېرمه یو کور څاري.

هدف یو کرولا موټر دی، له څو دقیقو مکس او څېړلو وروسته بې پیلوته الوتکه بمب اچوي او یو لوی اور او لمبه بلېږي.

نیویارک ټایمز دا ويډیو د امریکا مرکزي قوماندانۍ ته تر شکایت وروسته ترلاسه کړې او هغه یې چهارشنبه د مرغومي پر ۲۹ په خپله پاڼه کې خپره کړې ده.

خبره رانه بلې خوا ته لاړه نه شي، د هېواد هوايي ځواکونو د جمهوریت له سقوط مخکې تولې څه نا څه ٢٢٩ الوتکې او چورلکې لرلې، چې له دې شمېر څخه ١٦٧ په افغانستان کې او نورې ٤٤ له هېواد څخه د باندې وې، چې    ٢٥ د ترمیم په خاطر او ١٩ نورې تر دې نېټې پورې افغان ځواکونو ته د امریکا له خوا لا نه وې تسلیم شوې، په دې منځ کې ١١ نورې الوتکې سقوط شوې وې. په همدې توګه له سقوط مخکې ټولې فعالې الوتکې د ٥٠ او د چورلکو شمېر د ٦٠ په شا و خوا کې و. له دې شمېر څخه ٣٧ الوتکې او ٢٥ چورلکې ازبکستان او تاجکستان ته انتقال شوي دي. چې ټولې ٦٢ وزره کېږي.

له دې څخه یوه سوبرتوکانوف هلته په ازبکستان کې سقوط شوه. له الوتکو او چورلکو سره ټول ٦٨٥ تنه پرسونل ملګری و چې ٥٨٥ تنه يې په ازبکستان او نور يې تاجکستان کې وو.

اوس داسې ويل کېږي چې، ازبکستان او د تاجکستان هېوادونه نه غواړي چې الوتکې افغانستان ته وسپاري. ځينې کسان دا دلیل راوړی چې کله پوځی الوتکې کوم هېواد ته واوړي، د نړیوالو قوانینو له مخې هغه هېواد حق لري چې بېرته يې خپل هېواد ته ور نه کړي. د ۲۰۲۲م کال په جنورۍ میاشت کې د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد يعقوب مجاهد د  جنورۍ پر ۱۱ مه کابل کې د هوايي ځواک قومندانۍ کې د وینا پر مهال د تاجکستان او ازبکستان په ګډون ګاونډيو هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې د افغان هوايي ځواک هغه چورلکې چې د تېر حکومت د پرځېدو پر مهال دغو هېوادونو ته وړل شوي باید بېرته ورکړل شي. وروسته معلومه نه شوه چې تاجکستان او ازبکستان څه وویل.

موږ له ازبکستان او تاجکستان هېوادونو سره په جګړه کې نه وو او نه مو اړیکې ورسره ترینګلې وې. الوتکې د دې لپاره هلته انتقال شوې دي چې د جګړې له امله يې د تخریب مخه ونیول شي. بله دا چې دوی دواړه زموږ ګاونډي او دوست هیوادونه دي.

دوی یا بل کوم هېواد حق نه لري چې د افغانستان پر شتمنۍ خېټه واچوي. آمریکا هم حق نه لري چې پر دې هېوادونو زور راوړي چې افغانستان ته يې له ورکولو انکار وکړي.

د ازبکستان او تاجکستان مشرانو ته په کار ده چې داسې څه ونه کړي چې د هېوادونو تر منځ ښو اړیکو ته زیان ورسوي. دوی کولای شي ووايي چې په مناسب وخت کې به الوتکې افغان لوري ته ورتسلیم کړو. خو د امریکایانو په قول دې له ورکولو انکار نه کوي.

دا د افغانستان شتمني ده او د افغانستان به وي.

بل د هغو افغانانو چې ځانونه د نړیوالو قوانینو ماسټران بولي هیله کوم چې له خپلو ګېډو داسې څه باد نه کړي چې هغه قطعاً په نړیوالو قوانینو کې وجود ونه لري.

یوه د حق مسئله ده او بله د زور، که د حق مسئله وي الوتکې د افغانستان حق او شتمني ده او که د زور مسئله وي بیا خو به زور پاکستان حتی د هندوستان د بمبارد الوتکې پیلوټ هم ٢٤ ساعته ونه شو ساتلی.

امریکایانو له افغانستان سره په کافي اندازه جفا وکړه، ښه به دا وي چې نور افغانان ونه ځوروی. چې له ویتنام سره دوستي کولای شي د افغانانو سره يې هم امکان وجود لري. که پر خپلو تېروتنو معذرت نه غواړي، د افغانانو ځورولو ته دې دوام نه ورکوي.

زخم د مرهمو د پټۍ په لګولو جوړېږي په ګرولو نور هم تازه کېږي. هیله ده د زخم د رغولو هڅه وکړي نه د زخم د ناسور کولو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب