چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهد شورايي حکومت د جوړیدو اوازې، ط سرچينې رد کړه

د شورايي حکومت د جوړیدو اوازې، ط سرچينې رد کړه

تاند:( پنجشنبه، د جدي دېرشمه) ‏د طالبانو يوې سرچينې له تاند سره په خبرو کې هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د طالبانو مشران له نورو افغان سیاسي لوریو سره د يوې ګډې شورا په مشرۍ د مشارکتي حکومت جوړولو په سر خبرې کوي.

پرون ناوخته ځینو رسنیو وویل، چې طالبانو د دغې شورا د غړو په توګه د پخواني ولسمشر حامد کرزي او پخواني اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله په ټاکل کیدو موافقه کړې ده.

رسنيو د خپلو سرچينو په حواله ويلي وو، چې طالبانو د داسې ۱۲ کسيزې شورا په جوړولو موافقه کړې، چې د دوی د اميرالمومنين او رييس الوزرا پر ځای د حکومت چارې رهبري کړي.

په راپورونو کې ملا عبدالغني برادر ، ملا يعقوب مجاهد، خليل الرحمن حقاني، حنیف اتمر او ګلبدين حکمتيار هم د یادې شورا د نورو غړو په توګه یاد شوي وو.

ځينو سرچينو په دې شورا کې د هزاره او ازبک توکمه استازو تر څنګ د ډاکټر عمر زاخېلوال، صلاح الدين رباني، احمد مسعود او حمد الله محب د غړيتوب وړاندينه کړې وه.

د طالبانو يوې سرچينې دا راپور رد کړ او ويې ويل، چې دا موضوع حقیقت نه لري.

د يادونې وړ ده، چې دغه راپور په لومړي ځل د روسیې سپوتنیک خبري اژانس خپور کړی و.

د دغه خبر د خپرولو پر وخت د ایران ولسمشر محمد ابراهيم رئيسي روسیې ته په سفر تللی او له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره په ګډه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دواړه هېوادونه په افغانستان کې د ټولو قومونو په ګډون د ټول ګډونه حکومت جوړیدل غواړي.

1 COMMENT

  1. Ultimately sooner or later, Taliban will do exactly that.
    Putting the power in the hand of a dozen ” council members ” all of them Mullahs will make their power grab in Afghanistan permanent

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب