چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+وروستیو زلزلو د جام منار له خطر سره مخامخ کړی

وروستیو زلزلو د جام منار له خطر سره مخامخ کړی

تاند- په غور ولایت کې چارواکي وايي چې وروستیو دوو زلزلو په دغه ولایت کې د جام تاریخي منار زیانمن کړی دی.

دا ۸۰۰ کاله پخوانی منار چې د  اسلامي معمارۍ یو ارزښتناک اثر دی د یونسکو له لوري د نړیوال میراث په توګه ثبت شوی دی.

د غور د اطلاعاتو او کلتور رييس عبدالحی زعیم فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د جام منار د دوشنبې د ورځې تر زلزلو مخکې هم ترمیم ته اړتیا لرله خو وروستۍ زلزلې نور هم کمزوری کړی دی.

د زعیم په وینا د لزلې له کبله د منار ځینې خښتې لوېدلې او که ژر ورته پاملرنه ونه شي، ممکن یومخ ونړېږي.

خو یونسکو په یوه بیان کې فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي «هو، څو ورځې مخکې زلزله شوې…. حاضردمه داسې شواهد نه شته چې دا تایید کړي چې منار له خطر سره مخامخ شوی دی.»

د جام منار، چې په دوولسمه میلادي پېړۍ کې د سلطان غیاث الدین غوري د پاچهۍ په مهال جوړ شوی، ۶۵ متره لوړوالی لري.

دا منار په ۲۰۰۲ م کال د یونسکو له لوري د نړیوالو میراثونو په فهرست کې شامل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی