Homeخبرونهپه لاهور کې چاودنې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

په لاهور کې چاودنې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند(پنجشنبه، د جدې ۳۰مه) د پاکستان د پنجاب ایالت د مرکز لاهور ښار په یوه ګڼه ګوڼه مېنه کې چاودنې لږترلږه ۳ تنه وژلي او ګڼ نور ژوبل کړي دي.

د راپورونو له مخې، چاودنه په یوه موټرسایکل کې د اېښودل شوي بم په نتیجه کې په انارکلي سیمه کې شوې چې د لاهور تر ټولو له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه ده.

د جرمني د ډي پي اې خبري اژانس د راپور له مخې، یوه سیمه ییز چارواکي محمدعثمان یونس وویل چې روغتون ته د ماشومانو په شمول ۲۶ ټپیان رسول شوي دي.

تراوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو دا ډول بریدونه عموماً د پاکستاني طالبانو تحریک کوي. دې ډلې په وروستیو ورځو کې په پاکستان کې بریدونو ته زور ورکړی دی. دې ډلې وروسته دې بریدونو ډېر کړل چې د پاکستان له حکومت سره یې د بندیانو د خلاصون او د سولې خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې.

د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي په پاکستان کې د اسلامي شریعت د نافذېدو لپاره مبارزه کوي.

د پاکستان حکومت پرون په لویو ښارونو کې د امنیتي تدابیرو د زیاتېدو اعلان وکړ.

د وروستي خبر له مخې، د بلوچ بېلتون غوښتونکو غورځنګ بلوچ نشنل ارمي اعلان وکړ چې دا برید دوی کړی دی.

د دې ملتپالې ډلې ویندوی په یوه ټویټ کې لیکلی چې نن یې د لاهور په اناکلۍ کې دښمن ته ګوزار ورکړی دی.

2 COMMENTS

  1. افغانان باید ټول له یوې مخی په پاکستان کې د ط تحریک ملاتړ وکړي څو په پاکستان کی هم د افغانستان په څير شریعت جاري شی
    که کیدای شي له افغانستانه دی ټول بدری کنډک ورولیږل شي ځکه په پاکستان کی اسلام خطر څه چی آن د زنکدن په حال کی دی
    باید وژغورل شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...