یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد پوهنې وزارت تصفيه، د سلګونه غیر ط مسوولينو د ګوښه کیدو...

د پوهنې وزارت تصفيه، د سلګونه غیر ط مسوولينو د ګوښه کیدو امر شوی

تاند:( پنجشنبه شنبه، د جدي دېرشمه)‌ د طالبانو د پوهنې وزارت يو رسنيز شوی سند څرګندوي، چې د‌ دغه وزارت چارواکو د سلګونه غیر طالب مسوولینو د ګوښه کولو امر کړی.

په دې سند کې راغلي، چې هر څومره ژر د ښار او ولسواليو د پوهنې او تعليمي څارنې آمران له دندو بدل او مخکيني مسوولين يا په ښکته بستونو کې مقرر او يا هم په راتلونکي کې د ګومارل کيدو په تمه کينول شي.

طالبانو د دغو ګوښه کيدونکو کسانو د ځای ناستو د ټاکل کیدو پروسيجر او معيارونه نه دي ښودلي.

د افغانستان د پوهنې وزارت په ګډون نيږدې ټولو ملکي ادارو کې تر ټيټ رتبه مامورينو پورې کسان د جمهوري نظام پر مهال د ازادې سيالۍ له لارې ټاکل شوي وو.

ويل کيږي، چې د دوی پر ځای طالبان خپل خلک، چې په اړوندو برخو کې مهارت او تجربه نه لري، پر دندو ګوماري.

په وروستيو کې له ګڼو نورو ادارو څخه هم د ملکي مامورينو د ګوښه کیدو خبرونه زیات شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالب چارواکي يوازې د حکومت په سياسي رهبرۍ کې د بدلونونو ادعا کوي.

څه موده مخکې د پاکستان صدراعظم عمران خان ادعا وکړه، چې طالبان د حکومتولۍ لپاره د مسلکي کادرونو د نشتوالي جدي ستونزه لري او د حل لپاره به يې پاکستاني متخصيصين واستول شي.

طالبانو په دې اړه د خان خبرې ناسمې تعبير شوې وګڼلې، خو ورسره سم رسنيو افشا کړه چې طالبانو د پاکستان له کوټې ښار څخه د خپلې ډلې يو نانوای کابل ته غوښتی او د ترافيکو د عمومي ریاست رييس يې ټاکلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب