یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهدوه ورزشي او مدني فعالان وژل شوي او ۲ خبریالان ډبول شوي

دوه ورزشي او مدني فعالان وژل شوي او ۲ خبریالان ډبول شوي

تاند:( پنجشنبه شنبه، د جدي دېرشمه) د افغانستان په مختلفو سيمو کې دوه ورزشي او مدني فعالان وژل شوي او ۲ خبریالان ډبول شوي، چې پړه یې د طالبانو پر حکومت اچول شوې ده.

راپورونه وايي، چې د مهدي واحدي په نوم يو مدني فعال د بغلان ولايت په سرخ کوتل سيمه کې له دې کبله وژل شوی، چې د طالبانو منتقد و.

واحدي د خپلې سیمې د ګذر وکیل هم و.

سربېره پر دې، اوړمه شپه د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د سوک وهنې د ملي لوبډلې غړی ‌مرتضی ابراهیمي هم وژل شوی.

د نوموړي کورنۍ ویلي، چې هغه د طالبانو او وسله والو غلو د نښتې پر مهال وژل شوی.

‏بل لور ته د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي، چې طالبانو په کابل کې د خاور ټلویزیون مخکينی مدیر ذکي قیس په نامعلوم دلیل سخت وهلی او ډبولی دی.

‏له غزني ولايت څخه بیا په یوه راپور کې راغلي، چې د دې ولايت د ژورناليستانو د ټولنې مرستیال رحمت الله مرجان خېل د طالبانو امنيتي ځواکونو نیولی او سخت ډبولی دی.

طالبانو د یادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب