لیکوال: آیزک آسیموف
ژباړه: رحمت شاه فراز
۱- ( دریمه برخه))
———————————–
جورج ویسټن ارامه وو. نن یکشنبه وه. په اونۍ کې همدا یوه ورځ له دندې رخصت وو. په دې ورځ به یې له ښې غرمنۍ خوند واخیسته او بیا به ورځپاڼې ته کېناسته. نو چې مېرمنه یې خونې ته راغله او ترڅنګ یې ودرېدله، هېڅ ښه احساس یې ونه کړ. څو شېبې يې مریخ ته د سفرونو په تړاو د خبرونو لوستل وغځول. مېرمن ویسټن دوه دقیقې په صبر ورته ناسته وه. بیا يې په بې صبرۍ دوه دقیقې نور هم انتظار وایست.
اخر يې خوله چوله کړه.
ویې ویل: ((جورجه!))
ویسټن ورځپاڼه ښکته کېښوده او خپلې مېرمنې ته یې مخ ور واړاوه.
ویې پوښتل: ((څه دي، ګرانې؟))
ویې ویل: ((جورجه! خبره د ګلوریا او هغه مردار ماشین ده. هغه… هغه روبوټ چې ګلوریا ورته روبي وايي. یوه شېبه هم د ګلوریا شا نه پرېږدي.))
ښاغلي وېسټن وویل: ((ښه، نو همدا یې وظیفه ده. روبي د ګلوریا پالونکی دی. او هغه اصلاً مردار یا خطرناک ماشین نه دی. هغه په شته روبوټونو کې تر ټولو غوره دی.))
مېرمن ویسټن په غوسه خبره وغځوله: ((ماته غوږ شه، جورجه! زه نه غواړم چې یو ماشین زما د لور پالنه وکړي. هېڅ څوک په دې نه پوهېږي چې دی څه فکر کوي.))
د ویسټن تندی تریو شو. غوسه ورغله او له څېرې یې داسې اېسېدل چې ګنې نه پوهېږي چې اوس ستونزه په کوم ځای کې ده. ویې ویل: ((روبي له دوو کلونو را په دې خوا د ګلوریا ساتنه کوي. مخکې خو دې دا اندېښنه نه ښودله.))
ګریس وویل: ((اولو کې خو زه اندېښمنه نه وم، خو….))
جورج د خپلې مېرمنې په خبرو کې ور ودانګل: ((روبي د همدې لپاره جوړ شوی چې د یوه ماشوم پالنه وکړي. هغه ډېر نرم خویه او ښکلی رغول شوی.))
((خو ممکن یو څه پېښ شي او هغه… هغه بلا ممکن لېونی او…)) ګریس خپله خبره پوره نه شوه کړی.
جورج وویل: ((دا هېڅ امکان نه لري، د روبي د اخیستلو په وخت کې مو د روبوټپوهنې په لومړي قانون بحث کړی وو. ته خبره یې چې یو روبوټ انسان ته زیان نه شي رسولی. خو په هر حال، له ګلوریا نه یې نه شې لرې کولی. ګلوریا له روبي سره مینه لري.))
ګریس وویل: ((خو جورجه، ګلوریا له نورو ماشومانو سره لوبې نه کوي. هغه یوازې غواړي له هغه ماشین سره اوسي. موږ باید له هغه خطرناک شي نه ځان خلاص کړو. زه ترې وېرېږم. بېرته يې په امریکايي روبوټونو شرکت وپلوره. په دې باره کې مې په هغه شرکت کې له یو چا سره خبرې کړې دي.))
جورج په دې خبره لا ډېر غوسه شو. ویې ویل: ((نه، ګریس، دغه روبوټ به تر هغو دلته وي چې ګلوریا لویه شوې نه وي. نه غواړم په دې باره کې نور څه واورم.))
مېرمن ویسټن او ښاغلي ویسټن د روبي په هکله یوه اونۍ شخړه وکړه. او هر ځل به ښاغلي ویسټن ویل: ((روبي به همدلته وي!)) خو هر ځل به یې ځواب تر پخوا یو څه کمزوری وو.
بالاخره، ویسټن د خبرو لپاره خپلې لور ته ورغی.
له ګلوریا یې وپوښتل: ((زړه دې کېږي چې د نوي عصر تیاتر ته ورشو.))
ګلوریا وویل: ((اوه، ولې نه! روبي راسره تلی شي؟))
پلار يې په خفګان وویل: ((نه ګرانې، خو چې بېرته کور ته راغلې بیا یې ورته کیسې کولې شې.)) له دې سره يې له خپلې لور نه مخ واړاوه، ځکه د خپلې لور مخ ته یې نه شوی کتلی.
ــــــــــ
ګلوریا او پلار يې کور ته را ورسېدل.
وړې ماشومې چې څنګه له موټر نه ټوپ کړل، ویې ویل: ((د نوي عصر تیاتر ډېر خوندور وو. زه باید د هغه په باره کې روبي ته هر څه ووایم.))
انګړ ته يې منډې کړې، خو روبي هلته نه وو. ټول کور يې ولټاوه، خو په کور کې هم نه وو. اخر، خپلې مور ته ورغله: ((مورې، روبي چېرته دی؟))
مېرمن ویسټن خپله لور په غېږه کې ور ټینګه کړه: ((ګلوریا خفه نه شې، روبي لاړ.))
ګلوریا چیغه کړه: ((لاړ؟ چېرته لاړ؟))
مېرمن ویسټن وویل: ((ټول ځایونه مو ولټول، خو پیدا مو نه که.))
ګلوریا وویل: ((بېرته به راشي؟)) ګلوریا له ژړا ډکه وه.
مور يې وویل: ((ګلوریا، روبي تش یو ماشین وو.))
په ژړا یې وویل: ((هغه مازې یو ماشین نه وو، زما ملګری وو. زه یې بېرته غواړم، مورې.))
مېرمن ویسټن خپل مېړه ته وویل: ((ډېر ژر به ژړا بس کي، په څو ورځو کې به يې هغه بدرنګه روبوټ هېر وي.))
ــــــــــ
ګلوریا ژړا بس کړه، خو ورسره یې موسکا هم ختمه شوه. ډوډۍ یې نه خوړله او نه یې له چاسره لوبو ته زړه کېده. وړه ماشومه ډېره غلې شوې وه او مور یې یو ځل بیا اندېښمنه شوه.
یو ماښام ګریس د ناستې خونې ته ننوته. جورج ورځپاڼه مخته نیولې وه. خپلې مېرمنې ته یې وکتل. ((څه خبره ده؟))
ګریس ځواب ورکړ: ((ګلوریا… هغه ډېره خفه ده.))
ویې ویل: ((ښه به وي چې روبي بېرته ورته راوړو.))
ګریس وویل: ((نه! زه یو بل فکر لرم. ګلوریا که دلته وي، نو روبي یې له یاده نه وځي. ښه به وي چې نیویارک ته یې یوسو.))
((نیوریاک! په اګسټ میاشت کې دغه ښار تر ټولو بد حالت کې وي.))
ګریس وویل: ((که هر څنګه وي، باید لاړ شو، ګلوریا به هلته نوي شیان وویني. له نوو ملګرو سره به وپېژني. او هغه ماشین به یې هېر شي.))
د ګلوریا مور او پلار نیویارک ته د چکر په باره کې ګلوریا ته وویل. ګلوریا ډېره خوشاله وه. د سفر ورځ چې را ورسېده، وړې ماشومې ډېر زیات خندل. دوی چې په ټاکسي جایرو کې هوايي میدان ته روان وو، ناڅاپه يې خپلې مور ته مخ ور وګرځاوه:
((زه پوهېږم چې موږ ولې هغه ښار ته روان یو، مورې! موږ ځو چې روبي پیدا کړو، کانه؟))
مور يې چې ځواب ور نه کړ، ګلوریا خپله پوښتنه بیا وکړه.
مېرمن ویسټن په کاوړ ور غبرګه کړه: ((شاید.))
ــــــــــ
۱۹۹۸ زېږدیز کال وو او د ګرځندویانو لپاره په نیویارک ښار کې د کولو او لیدلو لپاره ګڼ شیان وو. ویسټن کورنۍ د هسکې روزویلټ ودانۍ سر ته وختل او لاندې ښار ته یې راوکتل. له موزیمونو او ژوبڼونو یې لیدنه وکړه. په یوه زړه کښتۍ کې يې په هډسن سیند کې سفر وکړ. ګلوریا او مور و پلار یې په هوايي بېړۍ کې د ستراتوسفیر پر سر الوتنه وکړه. په اوبتل کې د سمندر بېخ ته ښکته شول. درې واړو خریداري وکړه. خو ګلوریا یوازې له روبوټونو سره علاقه لرله. مېرمن ویسټن نه غوښتل چې روبوټونه وویني، خو ګلوریا غوښتل چې یوازې روبوټونه وګوري.
یوه ورځ د ساینس او صنعت په میوزیم کې ګلوریا ورکه شوه. مور او پلار يې د څو دقیقو لپاره ولټوله. اخر يې په یوه خونه کې له خبرې کوونکي روبوټ سره وموندله.
مور يې په غوسه کې ترې وپوښتل: ((ګلوریا، ولې را وتښتېدې؟))
ګلوریا ځواب ورکړ ((زه راغلم چې خبرې کوونکی روبوټ ووینم، مورې.
فکر مې وکړ چې دی به خبر وي چې روبي چېرته ده.)) وړې ماشومې په ژړا شروع وکړه. ((زه باید روبي پیدا کړم، مورې!))
مېرمن ویسټن نه پوهېدله چې څه وکړي.
په همدې ماښام جورج ویسټن یوازې دباندې ووت. چې بېرته راستون، خوشاله برېښېده.
په سهار کې يې خپلې مېرمنې ته وویل: ((زه یو نظر لرم.))
ګریس وویل: ((ګوره د امریکايي روبوټونو له شرکت نه روبي بېرته نه اخلو.))
جورج ورغبرګه کړه: ((نه، خو ګلوریا فکر کوي چې روبي یو سړی وو. هغه يې ملګری وو. نو بیخي همدا وجه ده چې له ذهنه یې نه وځي. موږ باید ګلوریا ته دا وښیو چې روبي انسان نه وو. دا باید پوه شي چې روبي د یو څو فلزي ټوټو مجموعه وه چې په برق چلېده. نو په دې ډول به يې له ذهنه ووځي.))
ګریس وپوښتل: ((نو څنګه به دا کار وکو؟))
جورج وویل: ((ما د امریکايي روبوټونو له عمومي مدیر سره خبرې کړې، هغه به موږ ته خپله فابریکه وښيي چېرته چې دغه روبوټونه جوړېږي. نو ګلوریا به پوه شي چې روبوټ اصلاً ژوندی موجود نه دی.))
مېرمن ویسټن په خندا وویل: ((جورجه، څومره ښه نظر ده!))
ښاغلي ویسټن وموسل.
ــــــــــ
ښاغلی سټرترز، د امریکايي روبوټونو د شرکت عمومي مدیر وو. خبرې کول یې سخت خوښېدل. له ویسټن کورنۍ سره يې په فابریکه کې د ګرځېدو په باره کې خبرې کولې. مېرمن ویسټن له روبوټونو سره هېڅ دلچسپي نه لرله. خو له ښاغلي سټرترز نه یې وغوښتل چې ځینې شیان ورته تشریح کړي. هغې غوښتل چې لور یې د روبوټونو په هکله په هر څه پوه شي. خو د جورج ویسټن صبر اخري پوړۍ ته رسېدلی وو.
ویې پوښتل: ((هغه ساحه لیدلی شو چې هلته یوازې روبوټونه کار کوي.))
ښاغلي سټرترز په موسکا وویل: ((اوه، هو، هو. روبوټونه، روبوټونه جوړوي. هو، ولې نه. په ما پسې راشئ.))
سټرترز، ویسټن کورنۍ لویې خونې ته ورسره بوتله. په خونه کې ډېرو زیاتو روبوټونو په ګډه کار کاوه.
سټرترز په ویاړ وویل: ((دغه دی، روبوټونه یوازې او په خوندي ډول په کار لګیا دي. تر اوسه پورې له روبوټونو سره هېڅ پېښه هم نه ده رامنځته شوې…))
ګلوریا غوږ نه وو ورته نیولی. په خونه کې یو سړی هم نه وو. خو شپږ یا اووه روبوټونه وو چې د خونې په منځ کې يې په یوه مېز کار کاوه. ګلوریا په ښه ځیرتیا ورته وکتل. ډاډه نه وه، خو یو روبوټ داسې ښکارېده، لکه هماغه چې روبي وي!
ګلوریا له هیجانه چیغه کړه: ((روبي!)) ګلوریا چې د روبي په لور خونې ته ور منډه کړه، هغه لوی تراکتور یې ونه لیده چې د دې لور ته را روان وو.
درې کسانو چې دغه صحنه یې لیده، وېرې ونیول. غړو يې کار پرېښود. جورج په خپلې لور پسې منډه واخیسته، خو ډېر ورو وو. نږدې وو چې تراکتور ګلوریا ووهي.
خو روبي سمدستي را وخوځېده او ګړندی راغی. د سترګو په رپ کې په اوږدو پښو د وړې نجلۍ څنګ ته راورسېده. نجلۍ یې له لاسه ونیوله او د تراکتور له مسیر نه يې هاخوا ته یووړه.
نیمه ثانیه وروسته، تراکتور له هماغه ځایه تېر شو چېرته چې ګلوریا ولاړه وه.
د ګلوریا مور او پلار خپلې لور ته ور منډه کړه او کلکه يې په غېږ کې ونیوله. ګلوریا وخندل. هغه نه پوهېدله چې لږ مخکې یو خطر ورته متوجه وو. هغې خپل ملګری، روبي موندلی وو.
مېرمن ویسټن خپله لور ښکته کړه او خپل مېړه ته یې مخ کړ. په غوسه يې وویل: ((دا هر څه تا پلان کړي، که نه؟ ته پوهېدې چې ګلوریا به يې دلته پیدا کړي! روبي دلته د کار لپاره نه دی ډیزاین شوی؟))
جورج وویل: ((هو، ګریس. زه پوهېدلم چې روبي به همدلته وي. خو زه په دې نه پوهېدم چې دا هر څه به پېښ شي. او روبي به د ګلوریا ژوند وژغوري. دا ځل یې نو بېرته نه شې شړلی.))
ګریس ویسټن خپلې لور او روبي ته وکتل. روبي په خپلو قوي فلزي لاسونو کې وړه ماشومه نیولې وه. سرو سترګو یې ځلا کوله.
مېرمن وېسټن وویل: ((سمه ده جورجه!» اسوېلی یې وکیښ. ((له موږ سره ژوند کولی شي.))
ــــــــــ
سوزن کالوین وویل: ((ګلوریا په ۱۹۹۸ کې روبي ومونده. تر ۲۰۰۲ کاله پورې، د امریکايي روبوټونو شرکت خبرې کوونکي روبوټونه هم اختراع کړي وو. خو هغه وخت ډېرو خلکو د هغوی په هکله اعتراضات او نیوکې وکړې. دوی وېرېدل. روبوټونه اوس د انسانانو په څېر ښکارېدل او د هغوی غوندې چلند یې کاوه، او خلکو دغه شی نه خوښاوه. د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۷ کلونو ترمنځ زیاترو دولتونو پر ځمکه په روبوټونو بندیز ولګاوه.
ومې پوښتل: ((نو آیا ګلوریا باید روبي بېرته شرکت ته وسپاري؟))
ډاکټر کالوین وویل: ((هو، زه چې په ۲۰۰۷ کال کې د امریکايي روبوټونو شرکت ته راغلم، شرکت له مالي ستونزو سره مخ وو. وجه يې دا وه چې دوی په ځمکه روبوټونه نه شوی خرڅولی. خو بیا موږ د روبوټونو یو نوی ډول ایجاد کړ. دغو موډلونو د شمسي نظام په نورو سیارو کې څېړنې کولی شوی.))
ومې ویل: ((او په دې ډګر کې مو ډېر بریالیتوب په برخه شو.))
کالوین وویل: ((ښه نو، ځینې ستونزې مو لرلې. لومړی مو هڅه وکړه چې هغه موډلونه بدل کړو چې موږ اختراع کړي وو. خو په دې کار مو زړه مطمئن نه شو. خو، ځوانه!که ته غواړې چې په دې اړه نور پوه شې، بیا به نو ښه وي چې له ګریګوري پاول او مایکل ډونوان سره وغږېږې.)) کالوین خپله خبره وغځوله: ((پاول او ډونووان د روبوټ جوړونې انجینران دي. دوی دې شرکت ته د همدې لپاره را استول شوي چې د دغه شرکت د روبوټونو ستونزې حل کړي. زه نه پوهېږم چې ډونوان به اوس چېرته وي، خو پاول په نیویارک کې اوسېږي.))
ما ورنه وپوښتل: ((د دې ستونزو په باره کې تاسو لږ نور راته غږېدلی شئ. ښاغلی پاول به نور تفصیلات وروسته راکړي.))
سوزن کالوین خپل ډنګر لاسونه په مېز کېښودل.
ويې ویل: ((دوه یا درې داسې قضیې شته چې زه يې په اړه لږ و ډېر معلومات لرم، د هماغو کیسې به درته وکړم.))