Homeخبرونهامریکا: ط بايد ټول ګډونه دولت جوړ کړي، کوم سپين چيک نه...

امریکا: ط بايد ټول ګډونه دولت جوړ کړي، کوم سپين چيک نه ورکوو

تاند:( پنجشنبه شنبه، د جدي دېرشمه) د امريکا متحده ايالاتو د ملي امنيت سلاکار جيک ساليوان يو ځل بيا له طالبانو غوښتي، چې په افغانستان کې د ټول ګډونه دولت د جوړېدو لپاره عملي ګامونه واخلي.

نوموړي په يوه تازه مرکه کې خبرداری ورکړی، چې له دې پرته به يې هېواد طالبانو ته کوم سپين چيک ورنه کړي.

د امريکا د ملي امنيت سلاکار له فارن پالیسۍ مجلې سره په دې تازه مرکه کې له افغانستان سره د خپل هېواد د بشري مرستو په دوام هم ټينګار کړی.

د ده په وينا، امريکا متحده ايالات له ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو بنسټونو سره په افغانستان کې د بشري مرستو د سمبالولو لپاره ګډ کار کوي.

د ساليوان په وينا، امريکا متحده ايالات دا اوس هم د افغانستان د بشري ناورين د مقابلې لپاره د بشري مرستو تر ټولو لوی تمویلونکی دی.

طالبانو د امريکا د دغه لوړپوړي چارواکي څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

مخکې طالب مشرانو خپل حکومت « ټول ګډونه» ګڼلی او په دې اړه خبرې يې د افغانستان داخلي بحث ياد کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...