Homeخبرونهکابل کې ۳ ښځینه معترضانې بندیانې شوي

کابل کې ۳ ښځینه معترضانې بندیانې شوي

تاند:( پنجشنبه شنبه، د جدي دېرشمه)‌ په کابل کې د طالبانو د سیاستونو معترضو ښځو ویلي، چې طالبانو ۳ ښځينه معترضانې په کابل کې نيولي او بنديانې کړي دي.

ويل شوي، چې د‌ پروانه ابراهيم خيل او تمنا پرياني په نومونو دا معترضې ښځې تېر ماښام په کابل کې له خپلو کورونو څخه طالبانو نيولي دي.

د يوې بلې ښځينه معترضې د نیول کیدو خبر هم ورکړل شوی، خو جزییات یې نه دي روښانه شوي.

طالبانو د

سرچينې دا هم وايي، چې د يو شمېر نورو ښځينه فعالانو پر کورونو هم طالبان ورغلي، خو په موندلو یې نه دي بريالي شوي.

طالبانو د دغو ښځينه معترضانو د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.

اوړمه ورځ په مزار شريف کې د حنیفه نظري په نوم د طالبانو يوه ښځينه منتقده، چې د دوی په مخالفت د لاریونونو په تنظیمولو کې فعاله وه، د خپل کور مخې ته موټر سایکل سپرو وسله والو ووژله.

د هغې د وژلو ملامتي پر طالبانو اچول شوې، خو دوی یې په اړه څه نه دي ويلي.

پرون د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو کمیشنرې ميشل باچله له نړیوالو وغوښتل، چې په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د فعالانو قاتلان تر فشار لاندې راولي او ځواب ويلو ته یې اړ باسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...