Homeخبرونهسرچينې: د خليلزاد په هڅو قطر کې بيا بين الافغاني مذاکرات پيلیږي

سرچينې: د خليلزاد په هڅو قطر کې بيا بين الافغاني مذاکرات پيلیږي

تاند:( پنجشنبه شنبه، د جدي دېرشمه) راپورونه وايي، چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا متحده ايالاتو د مستعفي شوي استازي زلمي خليلزاد په هڅو او د قطر په همکارۍ په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړیدو لپاره بين الافغاني مذاکرات بيا پيليږي.

ويل شوي، چې خليلزاد په دې موخه تېره اونۍ د قطر پلازمېنې دوحې ته سفر هم کړی و.

د خليلزاد له سفر څخه وروسته، د افغانستان لپاره د قطر ځانګړی استازی ماجد القحطاني کابل ته سفر کړی.

د قطر استازي دا ځل پر ډاکټر عبدالله سربېره د طالبانو د سخت دریځې حقاني ډلې له مشر او د کورنيو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني سره ليدلي.

ويل کيږي، چې سراج الدين حقاني د طالبانو او نورو ډلو تر منځ د يوه ټول ګډونه دولت د جوړېدو يو اصلي خنډ دی.

رسمي سرچينو د خليلزاد د دغه سفر او نورو بحث لاندې موضوعاتو په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...