یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې يو تښتول شوی را خوشې او ۳ تښتونکي نیول شوي

ننګرهار کې يو تښتول شوی را خوشې او ۳ تښتونکي نیول شوي

تاند:( پنجشنبه شنبه، د جدي دېرشمه) په ‏ننګرهار کې د طالبانو چارواکي وايي، چې يو تن يې د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد او پر تور يې درې تنه نیولي.

په ننګرهار کې طالبانو يوه امنيتي مقام مولوي عطاء محمد مبارز ويلي، چې د عثمان په نوم یې يو تن چې د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړی و خپلې کورنۍ ته وسپاره.

ويل شوي، چې ‏نوموړی کس ۴۶ ورځې وړاندې د جلال اباد ښار درېيمې ناحيې څخه تښتول شوی و.

د هغه د تښتونې په تور درې تنه نيول شوي، چې تر پوښتنو لاندې دي.

د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې د انسان تښتونې د پیښو د زیاتوالي خبر ورکړل شوی.

له دې سره، د طالبانو له لوري نیږدې هره ورځ د افغانستان له یوې څنډې د انسان تښوونکو د نيول کيدو خبر ورکول کېږي.

شنونکي د طالبانو له واکمنیدو څخه وروسته، د ۲۴ میليونه وګړو فقر او د یو میلیون نورو وزګارتیا د جنايي جرمونو د زیاتیدو یو اصلي دلیل يادوي او له طالبانو غواړي چې له ځمکنيو واقعیتونو سره ځانونه عیار او له کړکیچن وضعیت څخه د افغانستان د خلاصون لپاره له مسلکي ظرفیتونو مرسته وغواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب