Homeخبرونهبدخشان درنې زلزلې لړزولی

بدخشان درنې زلزلې لړزولی

تاند:( شنبه، د جدي پینځه ویشتمه) د افغانستان په يو شمېر سیمو کې تېره شپه د ریختر په کچه ۵,۵ درجې درنه زلزله شوې، چې مرکز یې د هندوکش د غرونو لړۍ او په خاص ډول بدخشان ولايت و.

د زلزلې پېژندلو ځینو ادارو ويلي، چې د دغې زلزلې اصلي مرکز د بدخشان ولايت کشم ولسوالي او هغه هم د ځمکې سل متره زور والی و.

تر اوسه د دې زلزلې د تلفاتو کچه نه ده ښودل شوې، خو ځايي خلکو ویلي، چې زلزله ډېره خطرناکه وه او د ډېرو زیانونو د رامنځته کيدو وړاندوینه یې شوې ده.

ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

بدخشان له هندوکش غرونو سره د ډېر نيږدې والي له امله ډېر ځله د درنو زلزلو شاهد و.

د‌ بېګانۍ زلزلې ټکانونه په کابل او یو شمېر نورو سيمو کې هم محسوس شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...