دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد ط خپلمنځي بغاوتونه، د بادغيس ۲ ولسوالانو پریکون ورسره کړی

د ط خپلمنځي بغاوتونه، د بادغيس ۲ ولسوالانو پریکون ورسره کړی

تاند:( شنبه، د جدي پینځه ویشتمه) له بادغيس ولايت څخه راپورونه وايي، چې په آب کمري او قادس ولسواليو کې د طالبانو دوو قومندانانو د طالبانو له رهبرۍ څخه د نه اطاعت اعلان کړی دی.

د دوی د دې پریکون اعلان له رسنيو سره د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امر الله صالح شریک کړی.

له بادغيس څخه ځايي سرچينو هم دغه خبر تاييد کړی او ویلي، چې د آب کمري ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال نور آغا او د قادس ولسوالۍ لپاره د دوی ولسوال صالح محمد پردل په ښکاره له طالبانو سره په ولایتي او مرکزي کچه د خپلو اړیکو پریکون اعلان کړی دی.

ويل شوي، چې دا دواړه طالب چارواکي تاجیک توکمه دي.

د دوی د دغې پریکړې دلیل روښانه نه دی او طالبانو یې هم په اړه څه نه دي ويلي.

معلومه نه ده، چې دغو طالب چارواکو خو له امرالله صالح سره اړیکې نه دي نیولي؟

په فارياب کې د طالبانو له لیکو څخه د جلا شویو ازبک توکمه جنګياليو په اړه، چې له څو ورځو راهیسې يې طالبانو سره اخ و ډب روان دی ویل شوي چې د جنبش ګوند مشر عبدالرشيد دوستم سره همغږي شوي او د طالبانو خلاف د مقاومت لړۍ پیلوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب