یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهحکمتيار د سرپرست حکومت لپاره له شپږو مياشتو تر يوه کاله وخت...

حکمتيار د سرپرست حکومت لپاره له شپږو مياشتو تر يوه کاله وخت کافي وباله

تاند:( جمعه، د جدي څلور ویشتمه) د حزب اسلامي ګوند مشر انجنير ګلبدين حکمتيار يو ځل بيا له طالبانو غوښتي، چې د خپل سرپرست حکومت له وخت معلومولو سره د ده په ټکيو پر خپل ضد د تبليغاتو مخه ونيسي.

نوموړي په يوه وينا کې ويلي، چې د طالبانو ډېری مخالفان دوی له ټاکنو څخه په وېرې او د واک په انحصار تورنوي.

هغه ټينګار لري، چې د دغه وضعيت او پر خپل ضد د تبليغاتو د مخنيوي لپاره طالبان بايد د خپل سرپرست حکومت موده معلومه او د منتخب نظام د جوړېدو په اړه خپل دریځ روښانه کړي.

د حکمتيار په وینا، د طالبانو د سرپرست حکومت لپاره به له شپږو مياشتو څخه تر يوه کاله پورې کافي وي.

نوموړي په خپلو دغو څرګندونو کې ضد و نقيض وړانديزونه هم لرل.

هغه له يوه لوري لومړی د اساسي قانون جوړيدل اړين وبلل، چې د ده په خبره د نورو مواردو تر څنګ « د يوې سترې ملي اسلامي شورا» جوړيدل يقيني کړي.

له بل لوري يې ټينګار کاوه، چې طالبان دې د « يوې سترې ملي اسلامي شورا» په جوړولو سره د اساسي قانون د جوړولو لپاره ګام واخلي.

د ده په خبره، غوره به وي چې راتلونکې« ملي اسلامي شورا» بايد د ولايتي او ولسواليو شوراګانو سره تر څنګ د ازادو او سراسري ټاکنو په وسيله رامنځته شي.

طالبانو د ګلبدین حکمتیار څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دوی تر اوسه د خپلې سرپرستې ادارې د کار موده او په افغانستان کې د نظام جوړولو د څرنګوالي په اړه خپل دریځ نه دی روښانه کړی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب