یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د ط لخوا ملکي مرګ ژوبله، معترضینو د تورخم-...

ننګرهار کې د ط لخوا ملکي مرګ ژوبله، معترضینو د تورخم- جلال اباد لویه لاره وتړله

تاند: ( جمعه، د جدي څلور ویشتمه) د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې سلګونو تنو د طالبانو له لوري پر ملکي خلکو د ډزو او ۴ تنو د مرګ ژوبلې پر ضد لاریون کړی.

لاريون کوونکي وايي، چې د‌ دې ولايت د کانال ریاست ساتونکو پر خلکو ډزې کړي چې یو یې وژلی او درې نور یې ټپيان کړي دي.

 د بهسودو ولسوالۍ یو اوسیدونکي د نوم نه خپرولو په شرط وویل، چې دغه پېښه تیره ورځ ناوخته د بهسودو ولسوالۍ د ثمرخیلو قریې اړوند «بیلې» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د ده په وینا دغه شخړه له دې امله رامنځته شوې چې د تیر حکومت پر مهال ځایي خلکو د کانال ریاست اړوند ځمکه د ده په وینا چې غصب کړې وه، او اوس یې مسولین د ځمکې خلاصون په موخه سیمې ته ورغلي ول، چې پر مهال یې د کانال ریاست د مسولینو او ځایي خلکو ترمنځ لومړی لفظي او بیا وروسته اخ و ډب رامنځته شوی دی.

سرچینه وایې، په همدې مهال د کانال ادارې ساتونکو پر ولسي خلکو ډزې کړي چې په پایله کې یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د همدې پېښې په غبرګون کې ځایي خلکو پرون ناوخته د تورخم-جلال اباد لویه لاره د ترافیکو پرمخ هم د څو ساعتونو لپاره تړلې وه.

بل لورته د ننګرهار کانال ریاست مسولین هم یاده پېښه تاییدوي او وایي، د یادې پېښې په اړه یې څیړنې پیل کړي دي.

پرون په فاریاب کې هم د طالبانو خلاف د ستر لاريون او ان وسله وال پاڅون خبر ورکړل شو.

له پنجشېر ولايت مقام څخه هم د طالبانو د خپلمنځي وسله والې نښتې راپور ورکړل شوی و، خو طالبانو رد کړ.

د طالبانو مخالفانو د دې ډلې د استبداد له کبله په ډېرو ولايتونو کې ژر د ولسي او وسله والو پاڅونونو د زياتيدو خبرداری ورکړی، خو طالبانو بيا د دوی خلاف د غږ پورته کوونکو د ځپلو ګواښ کړی.

2 COMMENTS

  1. دغه ټولې اپړې دوپړې حقیقت نلري او له مچ څخه پيل جوړ شوی او دافغان ملت ددوشمنانو ترانې دي !

  2. طالبانو خدای دې تاسو ته هدایت وکړي. لکه چې د ټآولو سختدریځو که چپ دي یا راست خویونه یو شان دي. خلقیانو او پرچمیان به هم هر شی ردول او د امپریالیزم تبلیغات به یې بلل تاسي هماغسي هیڅ نه منئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب