شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهفارياب او پنجشير کې د ط خپلمنځي بغاوتونه، د مرګ ژوبلې او...

فارياب او پنجشير کې د ط خپلمنځي بغاوتونه، د مرګ ژوبلې او ګډوډۍ ادعاوې شوي

تاند:( پنجشنبه، د جدي در ويشتمه) له فارياب او پنجشير ولايتونو څخه راپورونه وايي، چې د طالبانو په ليکو کې ژور خپلمنځي اختلافات تر وسله والو ناندريو، مرګ ژوبلې او ګډوډيو رسيدلي.

ځايي سرچینې وايي، چې نن د پنجشېر ولايت مقام په انګړ کې دننه د ملک په نوم د یوه طالب قومندان او په پنجشير کې د طالبانو د امنيت آمر تر منځ نښته شوې.

په دې ادعا شوې نښته کې د مرګ ژوبلې خبر هم ورکړل شوی، خو طالبانو د نښتې راپور رد کړی او بې بنسټه یې ګڼلی.

په پنجشیر کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر عبدالحمید خراساني وويل، چې هلته هېڅ ډول وسله واله نښته نه ده شوې او یوازې د دوو امنیتي پوځیانو ترمنځ لفظي شخړه شوې.

د خراسانی په وینا دا دوه تنه نیول شوي دي.

بل لور ته له فارياب څخه راپورونه وايي، چې هلته د طالبانو د يوه مهم ازبک قومندان مخدوم عالم د نيول کيدو پر ضد پراخ لاريونونه او ګډوډۍ رامنځته شوي.

لاریونوالو د نوموړي نيول کيدل « قومي تبعيض» ګڼلی او د بندي کيدو د عاملانو پر نيولو ټينګار کړی.

ويل کيږي، چې د لاريون پر مهال وسله والې نښتې شوي ژ چې مرګ ژوبله يې رامنځته کړې.

مخدوم عالم د طالبانو له لوړ پوړو ازبک قومندانانو څخه و، چې د تېرې واکمنۍ له وخته يې په ازبک مېشتو ولايتونو کې د دوی مهمې دندی مخته وړي او پراخ قومي او جنګي ملاتړ لري.

راپورونه ښيي، چې د فارياب په ميمنې ښار کې پوځي حالت حاکم شوی ژ دوکانونه تړل شوي او د طالبانو يو شمېر مهم چارواکي له دې ولايت څخه وتو ته اړ شوي.

د‌ بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امر الله صالح د فارياب د طالب ضد بغاوت هرکلی کړی او خلکو ته يې د نننيو اقداماتو مبارکي ویلې.

صالح ټینګار کوي، چې طالبان به یا د خلکو غوښتنو ته غاړه ږدي او يا به نابود شي.

طالبانو د فارياب د ننني وضعيت په اړه څه نه دي ويلي.

له دې ولايت څخه له څو ورځو راهيسې د طالبانو د مرګونو خپلمنځیو نښتو راپورونه ورکړل شوي.

1 COMMENT

  1. تاند
    ډیروورځومتوجه یم درته چه دطالب ضدخبرونوخپرولوته ډیرلیواله یاست
    بیا مولکه چه هغه پخوانی لندغریادیږی
    دطالب داځل شکست دټول افغانستان پرماتیدوتمامیدای شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب