Homeخبرونهمجاهد: ازبکستان نه مننه، چې د بريښنا ستونزه يې حل کړه

مجاهد: ازبکستان نه مننه، چې د بريښنا ستونزه يې حل کړه

تاند:( پنجشنبه، د جدي در ويشتمه) د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې ازبکستان افغانستان ته د صادراتي بريښنا د پرې کیدو ستونزه بيرته حل کړه.

هغه په دې اړه ليکلي: ‏موږ د ازبیکستان هیواد لخوا د بریښنا دستونزې د حل په اړه دهغه هیواد له چارواکو څخه مننه کوو.

نوموړي ټينګار کړی، چې دوی د خپلو ګاونډيو هیوادونو سره ښې او پياوړې اړیکې غواړي.

د هغه په وينا، ازبیکستان د دوی د اعتماد وړ ورور او همسایه هیواد دی او د دوی تر منځ ټولې ستونزې به د دوستۍ او ښه ګاونډيتوب په چوکاټ کې حل کیږي.

د طالبانو دفاع وزير ملا يعقوب مجاهد اوړمه ورځ ازبکستان او تاجيکستان ته د افغانستان د هلیکپټرو د سپارلو په اړه خبرداری ورکړ.

ويل کيږي، چې ازبکستان د همدې خبرداري په غبرګون کې پر افغانستان د خپلې صادراتي بریښنا ۶۰ سلنه قطع کړې وه.

ويل کېږي، چې اوس ازبکستان دغه قطع کړې بریښنا بیرته فعاله کړې.

له دې سره بيا هم په مختلفو ولايتونو کې خلک د بریښنا له کموالي شکایتونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...