Homeخبرونهفراه: يو کاناډايي وګړی ط نیولی

فراه: يو کاناډايي وګړی ط نیولی

تاند:( پنجشنبه، د جدي در ويشتمه) خبري سرچینې وايي، چې طالبانو په فراه ولایت کې یو کاناډایي وګړی نیولی او بندي کړی دی.

د دغه کس نوم، فراه ته د ورتلو هدف او نور جزییات نه دي په ډاګه شوي.

ويل کېږي، چې هغه مخکې له نړیوالو ایتلافي ځواکونو سره په افغانستان کې د قراردادي کارکوونکي په توګه دنده ترسره کړې وه.

سرچينې وايي، چې هغه افغانستان ته د راتلو ويزه په پېښور کې تر لاسه کړې او پنجشير، بامیان، فارياب، بادغيس او هرات ولايتونو ته هم سفرونه کړي وو.

طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانستان ته د داسې یوه لویدیځ هېواد د وګړي د مرموز سفر او د نیول کیدو خبر یې خپریږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...