دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+مالي کال/ پوهاند دودیال

مالي کال/ پوهاند دودیال

په اقتصادی بحثونو؛ په تیره بیا عامه مالی چارو او عامه اداره کې مالی کال هغه دوړلس میاشتې دي، چې د هغو په ترڅ کې د دولت جوړه شوې بودجه، د بودجوي واحدونو په لاس مصرفیږی،دا یوه بشپړه مالی دوره ده چې په هغې کې ټولې مالی چارې لکه بودجه، مالیات، تمویلی مسایل، تخصیصات، عامه مالی چارې (عواید او مصارف)  شامل دي.

په بله ونیا؛  د عوايدو او مصارفو هغه بيلانس چې د يوه کال د ټاکلې مياشتې له لومړۍ څخه شروع او د بل کال د همدې مياشتې څخه تر يوې ورځې مخکې دوام ولري. په دې ورځو کې په افغانستان کی مالی کال بیرته د وري د میاشتې  لومړۍ  ته وګرځول شو او دا ډیر ښه کار وشو.  سره  له دی چې ضرور نده چی په یو هیواد کې به مالی کال هرومرو د دوی د تقویمی کال له پیل او پای سره برابر  وي، مثلاً یو شمیر لویدیځو هیوادو کی هم د هغوی مالی کلونه له اپریل سره برابر دي، خو دافغانستان لپاره ځکه دا مهمه ده چې زموږ ډیر څه  د وري د میاشتی له لومړۍ څخه پیل کیږی. لکه کښت او کار، دښوونځیو شروع کیدل، له نوروز سره سم د اداراتو د حاضری په وخت کې بدلون، د اداراتو ربعوار، شپږماشتنی او کلنی پلانونه  جوړیدل او په تطبیق یې پیل کول  او ډیر نور اداری کارونه. یعنی  دغه ورځ (نوروز) زموږ له اداری  چارو سره ډیره نږدې اړیکه لري. له دې برعلاوه  زموږ  ملی فرهنګ کی هم دغه ورځ ځانګړی دریځ لري، د عادت له مخی خلک هرڅه د نوی کال له پیله حسابوي. نو په دی ترتیب زموږ رسمیات او اقتصادی چاری له تقویمی –نجومی کال سره ارتباط لري.

له کلونو کلونو پخوا زموږ مالی کال د وری د میاشتی له لومړۍ پیل او د حوت تر ۲۹مې پای ته رسید، خو دا چی ولی څو کلونه د جدی لومړۍ ته اوښتی و؟  علت یی دادی:

د پخوانی ولسمشر حامد کرزی صاحب پر مهال اداری فساد، کارشکنی او حکومت ته د وکیل صاحبانو  له خوا د  ستونزو جوړول اوج ته رسیدلی وو.  کله به چی ریاست خزاین، ریاست بودجه/ دمالیې وزارت د بودجی سند جوړ کړ او حکومت به د وزیرانو شورا کی تایید کړ، نو د بل قانونی  پړاو په خاطر باید  شورا ته تللی وای، ترڅو هلته تصویب او بیا یی ولسمشر توشیح کړي، خو دی مراحلو به  څو میاشتی وخت ونیو او وکیل صاحبانو به ډیرې ناندرۍ پکی جوړې کړی. څو پرله پسې کلونه به بودجه د ثور پای یا آن جوزا کی منظور او سندبه ولسمشر لاسلیک کړ.  دغه ځنډ به  ددی لامل شو چی ټاکلی بودجه د کال تر پایه مصرف نشی. د عادی بودجی دغه مشکل پر انکشافی چارو او انکشافی پروژو هم  منفی تاثیر درلود. بالاخره حکومت مجبور شو چی  مالی کال د قوس پای کی ختم او د بل کال پیل د جدی له لومړی  اعلان کړی، تر څو اقلاً د حمل تر لومړۍ بودجه معلومه شی.  اوس چې د وکیلانو ستونزه حل شوی ،  نو  ډیر ښه کار وشو چې زموږ مالی کال له تقویمی/نجومی کال سره برابر عیار شو.  د ۱۴۰۰کال د پاتې دریو میاشتو لپاره د وزیرانو شورا درې میاشتنۍ بودجه و ټاکله.کیدای شی چی  پوښتنه وشی چی مالی  بشپړه دوره  دولس میاشتی ده، نو سږکال:

۱۵= ۳+۱۲

نو دا مسئله څنګه کیږی؟  باید د دی موضوع د حل لپاره هماغه کال ته وروګرځو چې لومړی ځل:

۹=۳-۱۲

ستونزه حل شوه، نوبیرته  دولس میاشتی جوړیږی. دا یو مجبوریت و او منشا یی هماغه فساد او مفسدین وو.   په دغو ذکر شویو کلونو کې زیاتره اداراتو خپله بودجه نشوه  مصرفولای او ډیرې چاری به نیمګړی پاتی شوی.  اوس به وروسته تر دی دا مشکل نه وی. وروسته  تر دی د تصدیو، شرکتونو او نورو ټولو اقتصادی انفسونو مسایل ښه همغږی کیدای شي.

1 COMMENT

  1. په اروپایي اونوروهېوادونو د روسيې او اوکراین د جنګ اغېزې
    باهرجبارخیل
    په دې وروستیوڅو ورځو کې د اوکراین او روسیې د کړکېچ او د جګړې په اړه متضاد خبرونه خپاره شوي دي. د بهرنیو او کورنیو رسنیو په سر کې د بې ځایه شخړو او د دوامدارې جګړې د احتمال راپورونه ورکول شوي دي.
    امريکا او بريتانيا څوځلې هڅه کړې، چې د خپلو ګټو لپاره د اوکراين خلک قرباني کړي او له روسيې سره په جګړه اخته کړي. او تل يې د دغو هېوادونو خلک زيانمن کړي دي. له بده مرغه د دې پر ځای چې د روسانو څخه د ځان د ژغورلو لپاره په خپلو امکاناتو تمرکز وکړي او د حقیقي خپلواکۍ لپاره هلې ځلې وکړي، د اوکرایین خلک په لویدیځ کې پناه اخلي او په لویدیځ کې دغه پناه دوى ته د لویدیځ او روسیې دواړو له خوا د لا زیاتو زیانونو سبب ګرځي. دکارپوهانو په وینا که د روسيې او اوکراين ترمنځ پوځي شخړه وشي، نو دا به له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته لومړی اوځل وي چې د دوو دولتونو ترمنځ جګړه کېږي، چې نه يوازې د اروپا امنيت بلکې نړيوال پوځي توازن به هم اغېزمن کړي.
    اوکراین اقتصاد په تېرو کلونو کې د دې پرمختګونو له امله سخت زیانمن شوی، ځکه چې د اوکراین اقتصاد په پراخه کچه په روسیه پورې تړلی وو.همدارنګه د اوکراين جغرافيايي موقعيت د روسيې له مهمو امنيتي چاپېريالونو څخه ګڼل کېږي، چې له همدې امله ختيځ ته د ناټو تګ او د روسيې په امنيتي چاپېريال کې ننوتلو دغه هېواد دومره حساس کړى چې په دې وروستيو مياشتو کې د اوکراين او روسيې ترمنځ د جګړې مسئله راپورته شوې ده.
    د اوکراین کړکېچ اوس په یوه حساس پړاو کې دي. اوکراین په مرکزي او لویدیځه اروپا کې تر ټولو لوی هېواد او له روسیې وروسته په اروپا کې دوهم لوی هېواد دی چې له ۲۰۰۴ کال راهیسې له لویدیځ سره په ټکر کې دی او له نارنجي انقلاب وروسته مخ پر وړاندې روان دی، په ځانګړې توګه د لویدیځ پلوه حکومتونو چې په اوکراین کې واک ته رسېدلي غوښتل څو اوکراین له ناټو سره یوځای شي.
    اوکراین د ګازو لویې زیرمې لري، چې ګټه یې اروپایي هېوادونو ته زیاته ده اوهمدارنګه په نړیواله سطحه اهمیت لري. په دې برخه کې مهم ټکی دا دي چې د دغو زېرمو اندازه له ۱۹۹۶ کال راهیسې تثبیت شوی ده .
    اوکراین هیودا چې له زیان سره مخ شوی هیڅکله د لویدیځ لخوا نه دی جبران شوی یا بدل شوی، په دې معنی چې لویدیځ مرسته نه ده کړې. بلې خواته اوکراین ته د امریکا او برتانیې له خوا استول شوي او مرسته ورسره شوې. د اوکراين پوځ ته د ټانک ضد توغندیو په څېر وسلې لېږل دا ښيي، چې د دوی یوازینۍ موخه دا ده چې روسیه د جګړې په یوه ډنډ کې ښکېل کړي، که نه نو ښايي په تېره لسیزه کې یې د اوکراین پوځ له هوا او سمندره پیاوړی کړی وای. دا ګرانه ده، دوی نه غواړي چې په اوکراین کې د کړکېچ قیمت ادا کړي او یوازې د اوکراینیانو په ژوند او شتمنیو پانګونه وکړي.
    اوکراین په ۲۰۱۴ کال کې پرېکړه وکړه چې پر روسیې خپله تکیه کمه کړي او په تمامه مانا خپلواک اوسي چې د مسکو له سمدستي غبرګون سره مخ شو. لومړی عکس العمل د کریمیا د ګازو د ساحو په اړه و او په دې ورځو کې له ناټو سره د یو ځای کېدو په پلمه د روسیې پوځ اوکراین ته راښکته شو، خو دا ځل پوتین څرګنده کړه چې د حکومت د نسکورولو او د غړو د محاکمې اراده لري.
    اوکراین پر متحدینو غږ کړی چې له روسیې څخه د تیلو او ګازو اخیستل بند کړي او دا یی هم ویلی دي، چې د بالتیک درې هېوادونه دې سویفټ ته د روسیې لاس رسی هم بند کړي.
    په روسیې د اروپايي ټولنې غبرګون:
    اروپايي ټولنه او ناټوغړي هېوادونه غواړي شاوخوا ۵۰۰۰ سرتېري د اروپا په شمال ختیځو بالتیک ایالتونو او پولنډ کې ځای پر ځای دي او احتمال شته چې نور ۴۰۰۰ نور رومانیا، بلغاریا او هنګري ته واستول شي.
    بل طرف ته بیا امریکا د روسیې په زیاتو مالي بنسټونو بندیزونه لګولي، چې د دغه هېواد د بانکونو د ټولې پانګې تقریباً ۸۰ سلنه په واک کې دي او د ډالرو او یورو پر راکړه ورکړه به اغېزمنه شي. انګلیستان هم روسیې ته ګواښ کړی او ورته یی ویلي د ټولو لویو بانکونو شتمنۍ کنګل کړي او هم د روسیې هوايي شرکتونه د بریتانیا په خاوره کې الوتنې منع کړي .
    اروپايي ټولنه غواړي مالي بازارونو ته د روسیې لاس رسی محدود کړي او له نویو ټیکنالوژیو او عصري دفاعي صنایعو بې برخې کړي.
    جرمني د روسیې د نارت سټریم-۲ د ګازو د پایپ لاین پروژه چې اروپايي او روسي شرکتونو په کې زیاته پانګونه کړې، ودروي.
    ایا روسیه به اروپا ته د ګازو اکمالات بند کړي؟
    روسي چارواکو دا اشاره نه ده کړې چې دوی به د نوو بندیزونو په صورت کې د اکمالاتو کمولو په اړه غور وکړي. مسکو د انرژۍ پر صادراتو تکیه کوي، او که څه هم له چین سره یې د ګازو یو تړون لاسلیک کړی، خو اروپا د عاید یوه مهمه سرچینه ده.
    د کارپوهانو په وینا ډېر احتمال به روسیه د ګازو مخه نیول دي چې د پایپ لاین له لارې د اوکراین څخه تېرېږي. د S&P Global Platts په وینا، روسیې تېر کال اروپا ته 175 میلیارده متر مکعب ګاز ، چې نږدې څلورمه برخه یې د دې پایپ لاینونو له لارې لېږدول کېږي. دا به د بالتیک سمندر لاندې پولنډکې فعالیت کوي.

    د امریکا پخواني ډیپلوماټ ډان فریډ، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بندیزونو د پالیسي د همغږي کوونکي په توګه یې مرسته کړې، وویل: “زه فکر کوم چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د لږ سخت برید په صورت کې، روسیه تقریبا ډاډه دي چې جرمني ته د اوکراین په لاره کې د ګازو لېږد بند کړي.” کرافټ په 2014 کې د روسیې پر وړاندې اقدامات وکړي.
    باید ووایوې د روسیې برید کولی شي د اروپا اقتصادي بیا رغونه ورو کړې چې د انرژي نرخونه خورا لوړ کړي. اروپا، چې د انرژۍ یو واردوونکی دی، د خپل طبیعي ګاز نږدې 40٪ له روسیې څخه ترلاسه کوي. د دې انرژي سرچینې قطع کول کولی شي د براعظم اقتصاد زیانمن کړي. د طبیعي ګاز لوړ نرخونه دمخه د طبیعي ګاز تودوخې او د ګاز څخه تولید شوي بريښنا لپاره د کور د کارونې لوړ بیلونو لامل شوي، د مصرف کونکي لګښتونه زیات کړي.
    بل طرف ته نوموړې جګړې هم په اسیایي هیوادونومنفي اغیز کړی چې په هانګ کانګ کې د اسهامو بازار یې تقریباً 3 سلنې څخه ډېر راټیټ شو.
    همدارنګه متحده عربي امارات او روسیه له اقتصادي پلوه ډیر نږدې تجارتي اړیکې لري او د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري له ۱۹۹۷ څخه تر ۲۰۱۱ کال کې تجارتي راکړه ورکړه یې ۱۰ چنده یعنی تقریباً ۵ میلیارده ډالرو ته لوړه شوې ده.
    د متحده عربي اماراتو د بهرنۍ سوداګرۍ وزیر، طاني الزیدي وویل، “د ابوظبي او مسکو اقتصادي اړیکو په وروستیو کلونو کې د پام وړ وده کړې، په شمول د نوي کولو وړ انرژي او نوي ټیکنالوژۍ او څلورم صنعتي انقلاب په شمول.” له ۴۰۰۰ څخه زیات روسي شرکتونه په متحده عربي اماراتو کې د کور جوړونې، صنعتي، خوراکي، زیربنا، بندر او پیټرو کیمیاوي په برخو کې فعالیت لري. د روسیې ۵۵٪ سوداګري په متحده عربي کې دي چې له روسیې سره د سوداګرۍ حجم له پلوه دوهم لوی عربي هیواد دی . په ورته وخت کې، متحده امارات په روسیه کې ترټولو لوی پانګه اچوونکی هیواد دی، او هم روسیه کې د عرب پانګونې 80٪ په متحده اماراتو پورې اړه لري.
    اوکراین په نړۍ کې د غنمو له سترو صادرونکو هېوادونو څخه شمیرل کیږي ، اوس مهال دغې جګړې د هغو عربي هېوادونو لکه یمن، لبنان، لیبیا، مصر، تونس، الجزایر ترمنځ چې له دغه هېواد څخه کرنیز محصولات په ځانګړې توګه غنم واردوي، سختې اندېښنې راپارولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب