جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهلغمان کې د يوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي

لغمان کې د يوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي

تاند:( پنجشنبه، د جدي در ويشتمه) د لغمان چارواکي وايي، چې د دې ولايت په قرغیو ولسوالۍ کې اوړمه شپه ناڅرګندو وسله والو د يوې کورنۍ ۵ غړي وژلي دي.

په دې ولايت کې د طالبانو د والي وياند صلاح الدین زاهد ويلي، چې په وژل شويو کسانو کې درې ماشومان هم شامل دي.

کابل تلګراف رسنۍ په دې اړه خپل راپور کې نور جزییات نه دي ورکړي.

په وروستيو کې د وړته وژنو راپورونه زيات شوي، چې طالبان يې تر ډېره علت د خلکو تر منځ خپلمنځي دښمنۍ ګڼي.

د طالبانو منتقدین بيا دوی تورنوي، چې په دې پلمه خپل مخالفین وژني او د شخصي دښمنۍ نوم ورکوي.

دا پېښې په داسې مهال دي، چې طالبان د ټول افغانستان د امن کولو ادعا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب