جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهملا حسن اخند د افغانستان درې مياشتينۍ بودیجه تصویب کړه

ملا حسن اخند د افغانستان درې مياشتينۍ بودیجه تصویب کړه

تاند:( پنجشنبه، د جدي در ويشتمه)د ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د طالبانو د وزيرانو شورا د افغانستان د ۱۴۰۰ مالي کال د بوديجې درې مياشتينۍ ضميمه تصويب کړه.

د طالبانو د اعلامیې په اساس، د‌ا ضمیموي بوديجه ۵۳٫۹ ميليارده افغانۍ کيږي.

له دې پیسو څخه ۴۹,۲ میلیارده عادي او ۴,۷ میلیارده افغانۍ يې انکشافي بودیجې ته ځانګړي شوي دي.

د دې ضمیموي بوديجې د تصويب موخه دا ده، چې د ۱۴۰۰ هجري شمسي کال د وروستيو درېيو مياشتو ( جدي، دلو، حوت) مالي حسابونه تنظيم کړي.

روانه اونۍ د طالبانو د وزيرانو شورا د افغانستان د مالي کال د چوکاټ د بدلون اعلان وکړ.

مخکې د افغانستان مالي کال له میلادي کال سره پیل او پای ته رسیده، خو طالبانو له هجري شمسي کال سره د مالي کال د برابرولو اعلان وکړ.

طالبانو د ضمیموي بوديجې جزییات تر اوسه نه دي رسنيز کړي او خلک نه پوهيږي چې دوی به پر کومو برخو ډېره بوديجه مصرفوي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب