دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهغور او هرات کې ۷ تنه د ناقانونه کيندنو او قتل په...

غور او هرات کې ۷ تنه د ناقانونه کيندنو او قتل په تور نیول شوي

تاند: ( جمعه، د‌ جدي اوولسمه) ‏‏په غور کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې په بهاري سیمه کې یې څلور تنه د غیر قانوني کېندنو په تور نیولي.

د نیول شویو کسانو په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي.

طالب چارواکي وايي، چې په ټول هېواد کې يې پر غیر قانوني کېندنو بندیز لګولی دی.

د یوه بل خبر له مخې، طالبانو په هرات کې درې تنه د وژنې په تور نيولي.

چارواکو ويلي، چې نيول شوي کسان په دې وروستيو کې د بادغيس د يوه اوسيدونکي په وژلو تورن دي.

په هرات کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي؛ دغه کسان د ښار په مربوطاتو کې د ځانګړوعملياتو په بهيرکې پېژندل شوي او نيول شوي دي.

سرچينه وايي: نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقات کې د بادغيس د يوه اوسيدونکي په وژلو اعتراف کړى دى.

دهرات طالب چارواکي وايي د دغو کسانو دوسيې به ډير ژرعدلي او قضايي ارګانونو ته ولېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب