دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني د ط حکومت د مشروعيت موندلو لارې چارې په ډاګه...

ولسمشر غني د ط حکومت د مشروعيت موندلو لارې چارې په ډاګه کړې

تاند:( جمعه، د جدي اوولسمه) د افغانستان بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته د طالبانو حکومت د مشروعيت موندلو لپاره شرطونه او لارې چارې په ډاګه کړې.

نوموړي د نظام له سقوط څخه وروسته په خپله یوازینۍ مرکه کې وويل: داسې یوه اجنډا باید موجوده وي چې پر سولې، هیله مندۍ، مشروعیت، فرصت او تعلق متمرکز وي. مشروعیت تر ټولو اساسي موضوع ده، مګر پدې باید پوه واوسو چې په یوه ورځ نشي تر لاسه کېدی. موږ باید دا پنځه بعدي پروسه همزمانه پر مخ یوسو. هیله مندي د ټولو په سر کې راځي.

د ولسمشر غني په وينا، د افغانستان نفوس ۴۱.۵ میلیونو ته رسیږي. د ۲۰۲۲ کال مارچ میاشتې پورې شاوخوا ۹۰٪ وګړي قحطۍ او ولږې سره مخ کیږي. اقتصاد سقوط شوی، د دې دلیل دا نه دی چې سیاسیونو او د تخنیکي برخې پوهانو وطن پرېښی، بلکې دلیل یې دا دی چې دوی شته جوړښتونه له منځه وړي.

نوموړی زياتوي: ما تر آخرو شېبو خلکو ته خواړه رسول، او باید مې رسولی وای، ځکه د افغان ولس په وړاندې زه مسؤل وم.

ولسمشر غني ټينګار کوي، چې طالبانو سره د نړیوال تعامل په برخه کې ځینې مهم موضوعات دي چې باید ذکر شي.‌

نوموړی په دې اړه وايي: (( لومړی، افغانستان کې بشري بحران د هېڅ چا په ګټه نه دی، په ځانګړې توګه اروپا او آسیا ته. دا به د یو مهاجرت د یوې لویې څپې باعث شي. دویم، ستونزه یواځې افغانستان کې دننه ۴۱.۵ میلیونه خلکو پورې نه محدودیږي بلکې ۸۰ میلیونو ته رسیږي،‌ د کرښې هاخوا پښتانه هم افغانان دي او د کرښې دې غاړه خپلو وطندارانو سره شریک تاریخ لري، همدارنګه ۶ میلیونه دیاسپورا او مهاجر افغانان پدې کې شامل دي، دغه موضوع عاجلې پاملرنې ته اړتیا لري.))

ښاغلی غني د يادو څرګندونو په دوام وايي:(( دوې د حل لارې موجودې دي: لومړی دا چې خلکو سره کار وشي او د طالبانو حکومت باید دا مرسته تسهیل کړي تر څو ستونزې ته د حل لاره پیدا شي.‌ له بده مرغه په دویم کال کې د اقلیمي وړاندوینو په اساس موږ به د یوې ډېرې شدیدې وچکالۍ ښکار کیږو، زه دعا کوم چې خدای ج موږ له دې وچکالۍ څخه وساتي. پر زراعتي ثبات کار اړین دی.‌ ښارمیشتی نفوس له کلک بحران سره مخ دی، ځکه هېڅ ډول دنده او د عایداتي سرچینه نه لري. د دې حل لپاره زه په لسګونو د حل لارې وړاندیز کولی شم. دویمه موضوع د سیمې د خلکو د ګټو موضوع ده. موږ مخکې د کوویډ تاثیرات کنترول کړي و. خو د کوویډ څلورمه او پنځمه څپه یوه نړیواله ستونزه ده. ځینې مسئلې دي چې منطقوي تاثیرات لري لکه د خلکو مهاجرت، جرمي ګروپونه، د مخدره موادو قاچاق او نور، په بل عبارت طالبانو سره باید د بحث یوه اجنډا ترتیب شي چې دوی پدې برخه کې څه کولی شي. غواړم بیا یې توپیر ته اشاره وکړم چې یوه برخه بشري بحران دی او بله برخه یې انکشافي، په همدې دلیل یواځې د ملګرو ملتونو په اداراتو اتکا کول د وخت ضیاع ده.))

د أفغانستان بې واکه شوي ولسمشر په ورته وخت کې ويلي، چې په افغانستان کې ډېر منابع شته چې انسجام ته اړتیا لري.

هغه زياتوي: زه کولی شم پدې برخه کې مشخص بحث ولرم. که خلکو ته هیله مندي پیدا شوه، ستونزو ته د حل لاره هم پیدا کیږي. فرصت هغو ګروپونو پورې مربوط کیږي چې معاش نه ورکول کیږي. نه د ملکي خدماتو مامورینو او نه هم د امنیتي سکتور معاش لري، په ځانګړي ډول ښځې هېڅ ډول عاید نه لري او له شدیدې ولږې سره مواجه دي. څنګه کولی شو چې دغې توپیر ته متوجه شو؟ ځکه دلته موضوع باید مشروطه وي.

ولسمشر غني دا هم وايي، چې مشروعیت تر هغې نشي تر لاسه کېدی تر څو چې سوله نه وي شوي. زما وړاندیز نړیوالې ټولنې ته دا دی چې د دې انتخاب څخه اجتناب وکړي چې څوک ګټونکي او بایلونکي دي.‌ پرېږدئ چې یوه پروسه پر مخ لاړه شي. لویه جرګه یوه ډېره مؤثره ملي پروسه ده. د یو څو کلونو لپاره باید وخت پورې محدود ځینې شرایط موجود وي.

4 COMMENTS

  1. دا شی نور خوند نه کوي. یو ځل خلکو ټوله وینا واورېدله/ولوستله نور هسې بد لګیږي. هر څه خپل حد لري.

  2. ډاکتر صاحب که د شمال ټلواله باندی دی زور رسیدلی وای او مفسدین دی ګوښه کړی وای نن به ستا په برنامو افغانتسان ودان و، خو هیچا دی ننګه ونه کړه بعضو ویل کوچی قبیله است، بعضو ویل طالب نکتا یی دار است بعضو ویل فاشیست است … نور خو څه کوی دی پښتون بی غیرت دی هم ننګه ونه کړه

  3. صله ده چا سره؟ دوستم،عطانور محقیق او که ده اشرف غنی غله سره؟ داخو اشخاص دی.ملت نغواړی بیا ځان ده دی مفصدینو ګروګان کړی. اشرف غنی خوصلحی ته بهانی کړی. دی په خاریجی قواوونازیده. ده په خپله ټوله دوره کی تمرکز ده صلحی پرځایی په جنګ وو. ده خونخوارده قدرت تګی خوو په زرهاوو افغان په یواوبل ووژل. طلب په زورراغلی نه ده اشرفی خبرته غوږنیسی اونه اهمیت ورکوی زه خواییم چی کاش ده دی نوروو واشنګټن سګ شویانوسره یی لکه نجیب یوځایی زړولی وی سره یی ده زړی عیسوی

  4. زه د ښاغلی اشرف غنی څخه خواست کووم چه په زغرده د جعلی ډیورنډ خط په باره کی یوه بیانیه ورکړی.

    پدی ورځو کی پاکستانی رسنی رپوټونه خپروی چه د ډیورند خط د پاکستان د حکومت او اشرف غنی تر مینځ لاسلیک شویدی، دا هم زیاتوی چه اشرف غنی دغه خط پدی شرط منلی چه د خط سره نیژدی د هر قوم لپاره باید دروازی جوړی شی چه تګ راتګ پری وکړی او باقی ټول خط په اغزن تار وپوښل شی. دوی دا هم وای که ضرورت شی او ملل متحد پر مونږ فشار راوړی، مونږ به د اشرف غنی د منلو لاسلیک او خبری په ویدویی بڼه د ملل متحد د امنیت شورا ته وښایو.

    ښاغلی اشرف غنی مونږ ستاسی په وطن پرستی باور لرو، ځمونږ په فکر کی به هیڅکله د پاکستانی پوځی رسنیو دا ګډی وډی خبری ځای و نه نیسی او نه په باور کوو. خو ساسی محترم له لوری د دغه رسنیو په ضد یوه بیانیه اشد ضرورت دی.

    افغانان ډیورنډ لاین په نوم هیڅ ډول خط نه پیژنی او نه دغه خط وجود لری، افغانان د اټکه پوری خپله خاوره ګڼی او دغه خاوره به افغانان په تیره بیا محکوم افغانان او یا پښتونخوا په خپل وخت سره خپلوی.
    والسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب