دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونه‌د هند ۶ ټنه مرسته شوي درمل کابل ته ورسیدل

‌د هند ۶ ټنه مرسته شوي درمل کابل ته ورسیدل

تاند: ( جمعه، د‌ جدي اوولسمه) ‏د هندوستان هېواد لخوا له افغانستان سره د مرستو په لړ کې نن سهار شپږ ټنه درمل کابل ته راورسیدل.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دې خبر له ورکولو سره وايي، څو ورځې وړاندې هم هندوستان افغانستان ته پنځه لکه ډوزه د کرونا واکسین او ګڼه نوره مرسته را واستوله.

 نوموړي ویلي، چې دوی د هند هېواد له بشردوستانه مرستو او همکارۍ څخه د زړه له تله مننه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې هند پرون یو ځل بیا له پاکستان څخه شکایت وکړ، چې افغانستان ته له خپلې خاورې د هغه پنځوس زره ټنه غنمو د مرستې د لېږد اجازه نه ورکوي، چې هندوستان د افغان بشري ناورین د مقابلې لپاره اعلان کړي دي.

د طالبانو وياندويانو د پاکستان د دې نه همکارۍ په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

پاکستان له یوه لوري له نړیوالو د افغان بشري ناورین د مقابلې لپاره مرسته غواړي، خو بل لور ته د بيا- بيا ژمنو باوجود د هند د بشري مرستو د انتقال اجازه نه ورکوي.

2 COMMENTS

  1. هندوستان هیواد او هند هیواد ترکیبونه د پاړسي ترجمه ده چې کشور هندوستان او کشور هند نه ترجمه شوي او په پښتو کې صحیح نه دي. دا کافي ده چې وویل شي چې له هندوستان نه یا له هند نه او که رسمي نوم یې لیکئ بیا د هندوستان جمهوریت ولیکئ. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب